ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده.
سرچینو وویل، چې طالبانو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغان خاوره کې تاسیسات جوړول، چې پاکستاني ځواکونو پرې لومړی ډزې وکړې.
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ دغه نښته نن سهار د کندهار ښورابک ولسوالۍ په نوشکي او ګزنلي سيمو کې شوې ده.
دواړو لوريو شاوخوا ۱۵ دقيقې پرله پسې جګړه کړې، خو لا هم د مرګ ژوبلې اړوند معلومات نشته.
کندهار کې د طالبانو ۲۰۵ قول اردو ځواکونه د کندهار له ښورابک ولسوالۍ څخه د زابل تر شملزو ولسوالۍ پورې ډېورنډ کرښې ته څېرمه امنيتي پوستې جوړوي.
طالبان وایي، دغه کار د امنيت ټینګولو په موخه کوي، خو پاکستاني پوله ساتي ځواکونه یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.