ډاکټر ذاکر نایک: مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۰

مشهور دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک وایي، چې مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي.

ناټو ۳۲ غړي هېوادونه لري که پر یو هېواد برید وشي، پر ټولو هېوادونو برید ګڼل کیږي.

ذاکر نایک دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په اسلام اباد کې له پاکستاني خبریالانو سره د فلسطین د وضعیت په اړه د اسلامي نړۍ د کړنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ذاکر نایک وویل، چې ۵۷ اسلامي هېوادونه باید د ناټو د اصولو پر بنسټ یو اتحاد جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې توګه به مسلمان هېوادونه نور هم پياوړي شي؛ خو له بده مرغه مسلمانان د وېشلو ښکار دي.

نوموړي وویل: "مسلمانان باید د فلسطین په مساله لږ تر لږه دعا کولی شي او د دې لپاره تر ټولو ښه وخت د تهجد وخت دی. له دې پرته موږ ته پکار ده چې په ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه پوهاوی خپور کړو. موږ باید سوله ییز لاریون وکړو، لاریون ډېر اغېزمن دی."

‌‌ذاکر نایک زیاته کړه، چې مسلمانان باید د اسراییل له تولیداتو سره پرېکون وکړي او باید په انفرادي ډول له فلسطینیانو سره هر څومره مالي مرسته چې کولی شي، ویې کړي.

هغه ویلي دي، چې مسلمانان باید د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسراییل خلاف دوسیې ثبت کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې مسلمانې رسنۍ باید د فلسطین په اړه خپل غږ پورته کړي.

د غزې له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی، اسراییل پر لبنان ځمکنی برید کړی او تازه پر اسراییل ایران د بالستیک توغندیو برید وکړ.

نور خبرونه

رادیو