د ټایلنډ د پلازمینې بېنکاک په څنډه کې د سې شنبې په ورځ د یوه ښوونځي په بس کې اورلګېدلی، چې له امله یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د ټایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې، له سیمې ۱۶ ټپیان روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.
د ټایلنډ د کورنیو چارو وزیر انوتین چارنویرکول د پېښې پخلی کړی او خبریالانو ته یې ویلي، چې په دغې پېښه کې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي دي.
ورته مهال د ټایلنډ د ترانسپورټ وزیرې ثریا جوانګروانګکېت وویل، تر دمه شپاړس زدهکوونکي او درې ښوونکي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغې زیاته کړه، چې د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.
له بل پلوه د ټایلڼډ لومړۍ وزیرې پیټونګترن شیناواترا پر اېکس پاڼه د مړو شویو زدهکوونکو مېندو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.