د اسراییلي ځواکونو له بریدونو او حضور وروسته اوس د غزې د خان یونس سیمه نږدې ټوله ویجاړه شوې.
د جګړې له امله د دغې سیمې بې ځایه شوي خلک اوس خپلو ویجاړو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.
په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیان د سې شنبې په ورځ د غزې د سویلي ښار خان یونس په کنډوالو کې خپلو کورونو ته وروسته له هغه راستانه شول چې اسراییلي ځواکونو هلته د یوې اونۍ اوږد یرغل پای ته ورساوه، چې د دوی په وینا هدف یې د اسلامي وسله والې ډلې حماس د بیا تنظیمیدو مخنیوی و.
فلسطینیان د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د اسراییل ځواکونو له وتلو وروسته خپلو کورونو ته د بیرته راستنیدو په حال کې دي.
د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې یو فلسطینی پلار خپل ماشوم له ځانه سره وړي. فلسطینیان د خان یونس ختیځ سیمو ته وروسته له هغه د راستنېدو په حال کې دي چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه پریښې ده.
تیر کال د اکټوبر پر اومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې تر ۴۱ زرو ډیر کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.
پر اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.