حزب الله وايي، په لبنان کې د اسراییل هر ډول ځمکني یرغل ته چمتو دي

AP ۱۴۰۳ تله ۹

د حزب الله ډلې مرستیال نعیم قاسم د دوشنبې په ورځ په خپله لومړۍ وینا کې وویل، چې د حزب الله جنګیالي په لبنان باندې د اسراییل د هر ډول ځمکني برید سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله تېره اونۍ د اسراییل په یو هوايي برید کې وژل شوی و.

ښاغلي قاسم وویل، چې اسراییل به خپلو موخو ته ونه رسیږي.

هغه له یوه نامعلوم ځای څخه په یوه وینا کې وايي: «موږ به له هر ډول احتمال سره مقابله وکړو. که اسراییل د ځمکې له لارې لبنان ته د ننوتو پرېکړه وکړي، د مقاومت ځواکونه ځمکنۍ جګړې ته چمتو دي.»

هغه دا خبرې په داسې حال کې کولې چې په بیروت او د لبنان په نورو سمیو کې د اسراییل هوایي بریدونو دوام درلود.

د اسراییل بریدونه له دوو اونیو راهیسې دوام لري او د حزب الله یو شمېر قوماندانان یې له منځه وړي؛ خو د لبنان د حکومت په وینا دغو بریدونو شاوخوا ۱۰۰۰ لبنانیان هم وژلي او یو میلیون کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د نصرالله وژنه او تر هغه مخکې د پیجرونو چاودنه او د نورو لوړ پوړو قوماندانانو وژل کېدل، د دې ډلې لپاره تر ټولو لوی ګوزار بلل کیږي.

حزب الله ډله د ایران له خوا په ۱۹۸۲ کال کې د اسراییل سره د مبارزې لپاره جوړه شوې وه.

ایران دغه ډله د لبنان تر ټولو پیاوړی نظامي او سیاسي ځواک جوړ کړی و، چې په منځني ختیځ کې یې پراخ نفوذ درلود.

قاسم وویل: «مونږ به ژر تر ژره د خپل ګوند لپاره سرمنشي وټاکو او رهبري او پوستونه به په دایمي توګه ډک کړو.»

هغه وايي، چې د حزب الله جنګیالیو د اسراییل په خاوره کې تر ۱۵۰ کیلومتره پورې د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړی او د اسراییل د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل سره مخ کېدو ته چمتو دي.

نوموړی وايي: "موږ به دا جګړه هغه ډول وګټو لکه څنګه مو چې د ۲۰۰۶ کال کې د اسراییلي دښمن په وړاندې جګړه ګټلې وه. "

اسراییل چې د غزې په جګړه کې یې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس مشران هم وژلي، وايي، چې د خپلو بې ځایه شویو وګړو د بېرته راګرځولو لپاره به هر هغه څه وکړي، چې په توان کې یې لري.

د حزب الله د بریدونو له امله د اسراییل له شمالي پولو څخه یو شمېر خلک امنو سیمو ته ایستل شوي دي.

اسراییل د ځمکني یرغل خبره نه ده رد کړې او پوځیان یې د داسې یو پلان لپاره روزل شوي دي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت خپلو سرتیرو ته وویل: "د نصرالله له منځه وړل یو مهم ګام دی، خو وروستی نه دی. د اسراییل په شمالي سیمو کورونو ته د خلکو د بیرته ستنېدو د یقیني کولو لپاره به موږ خپل ټول توان په کار واچوو."

نور خبرونه

رادیو