د اسپانیا ټاپوګانو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لسګونه کسان لادرکه شوي او ۹ تنه مړه دي

AP ۱۴۰۳ تله ۸

اسپانیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسپانیا د ایل هیرو ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د لادرکه شویو ۴۸ کډوالو د موندلو هیلې په کمېدو دي.

له افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تېرېدو په ۳۰ کلن تاریخ کې دغه پېښته تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

د بېړنیو حالاتو او ژغورونکو ډلو په وینا؛ د کښتۍ د ډوبېدو په دغه پېښه کې نهه کسان، چې یو یې ماشوم دی، مړه شوي دي.

ژغورونکي توانیدلي، چې د شنبې په ورځ د ۸۴ کډوالو څخه ۲۷ کسان وژغوري چې هڅه یې کوله د اسپانیا ساحل ته ورسیږي.

د اسپانیا د ساحل ساتونکو یو ویاند وویل، درې د ګزمې کښتۍ او درې چورلکې د یکشنبې په ورځ د لادرکه شوو کټوالو د لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د کانري ټاپو د حکومت یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "له بده مرغه مونږ خوشبینه نه یو. لټون دوام لري؛ خو داسې ښکاري چې د لادرکه شوو کسانو د موندلو چانس کم دی."

هسپانوي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال د مالي، موریتانیا او سینیګال اوسېدونکي وو.

د اروپایی ټولنې د سرحدی ادارې د معلوماتو له مخې؛ د جنورۍ څخه تر جولای پورې د لویدیځې افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تلونکو کډوالو شمیر۱۵۴٪ ډیر شوی.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه لاره د تلونکو کډوالو شمېر ۲۱ زره ۶۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د ترکیې څخه یونان ته د تېرېدونکو کډوالو کچه ۵۷٪ او د انګلیسي چینل څخه انګلستان ته د تیریدونکو کډوالو شمیره ۲۲٪ لوړه شوې ده.

په مړه شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دی چې عمرونه یې د ۱۲-۱۵ ترمنځ دي.

له دغې پیښې وروسته درې نورې کښتۍ د شپې په جریان کې کانري ټاپو ته ورسیدې چې ۲۰۸ مهاجر پکې سپاره وو.

نور خبرونه

رادیو