ځايي سرچينې: نامعلومو کسانو په دايکنډي کې لږ تر لږه ۱۲ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نامعلومو کسانو په دایکنډي کې لږ تر لږه ۱۲ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

وژل شوي کسان د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ وژل شوي کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولايت ته تللي وو.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينو وویل، چې وسله والو د دايکنډي د اوسېدونکو موټر د عکس اخيستلو په پلمه ودراوه او بيا يې لاسونه پرې وټړل او په ډزو يې ووژل.

د وژل شویو کسانو جسدونه د سنګ تخت او بندر ولسوالیو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ځینو سرچینو د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو