ریچارډ بېنېټ طالبانو ته د سزا ورکولو په اړه د جرمونو د نړۍوالې محکمې د ملاتړ غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري ضد جرمونو په اړه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له څېړنو او طالبانو ته د سزا ورکولو ملاتړ وکړي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې افغانستان ته د سفر د بندیز سره، سره به په دغه هېواد کې د بشریت ضد جرمونو مستند کولو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې ریچارډ بېنېټ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی و، چې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او د افغان ښځو له حقونو څخه د "سیسټماتیکو سرغړونو" په اړه د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره شکایت وکړي.
د روم په اساسي قانون کې چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د جوړېدو بنسټ دی، جنسیتي ځورونه د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه د ریچارډ بېنیټ د راپورونو په ګډون د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو وړاندیز د دې لامل شو، چې طالبان افغانستان ته د هغه پر سفر کولو بندیز ولګوي.
بېنېټ نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل:« افغانستان ته زما د لاسرسي د منعه کولو پرېکړې زما د دندې د سرته رسولو مخه نه ده نیولې او نه یې هم نیولی شي.»
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې له افغانانو سره د مشورې له لارې به د بشري جرمونو مستند کولو ته دوام ورکړي.
ریچارډ بېنېټ وویل:« زه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یم، چې یو باثباته، ټول ګډونه او سوکاله هېواد رامنځته شي او له ګاونډیانو سره په امن کې ژوند تېر کړي.»
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، دا مهمه ده چې د قربانیانو غږ واورېدل شي او په راتلونکو بحثونو کې برخه واخلي.
نوموړي د یوې هر اړخیزې تګلارې په جوړولو ټینګار وکړ، چې له مخې یې طالبان ځواب ورکولو ته اړ باسي.
بېنېټ یو ځل بیا د افغان مېرمنو د مبارزې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی په افغانستان کې دننه او بهر د الهام سرچینه ده.

نور خبرونه

رادیو