له ظاهرشاه تر هبت الله د افغانستان د ۶۱ کلن سیاسي سفر مهمې پېښې او سیاسي بدلونونو ته یوه لنډه کتنه لرو.

افغانستان په تېرو ۶ لسیزو کې د سیمې او نړۍ په کچه له لویو سیاسي ناندریو سره مخ دی.

۱۳۴۲ لمریز کال:

د افغانستان شاه د اوړي په موسم کې د ارګ په کوټي باغچه کې ودرېد، د نظام محدود شمېر غړي ورسره ولاړ وو او ویې ویل؛ مشروطه شاهي د دې لپاره اعلانوم، چې افغان ملت هوسا او سیاسي ثبات لا غښتلی شي؛ نور به هر څوک خپل ځان په نظام کې ویني.

کړکېچ په مشروطه شاهي مدیریت نه شو، بلکې د شاه سیاسي مخالفین لا مخالف شول، دسیسې نورې زیاتې شوې، د افغان ملت هوساینه ورځ تر بلې له ګواښ سره مخ کېده.

کابل زنده باد او مرده باد نیولی و، د ملي جرګې لویې غونډې د سیاسي مخالفتونو له امله کړکېچنې وې او د شاه د پرېکړو ارزښت په کمېدو و.

اړ و ګوړ لا زیات شو، سیاسي مخالفتونو لا جهت واخیست، ظاهر شاه په ارګ دننه د خپلې کورنۍ له غړو سره په کړکېچ واوښت، نه یوازې دا چې سیاسي ثبات جوړ نه شو؛ بلکې لا خراب او د شاه په جلاوطنۍ تمام شو.

۱۳۵۲ لمریز کال:

خبره تر داود خانۍ کودتا ورسېده، داود خان اعلان وکړ، چې کودتا یې د ولس د هوساینې او په افغانستان کې د خلکو په خوښه د حکومت د جوړولو په پار کړې، شاهي دوره تمامه شوه، اوس یو مطلق جمهوري نظام ایجادیږي؛ مګر ولسواکي بیا هم حاکمه نه شوه.

د ظاهر شاه د وروستي لومړي وزیر موسی شفیق په ګډون د هغه ټوله کابینه زندان ته ولېږل شوه، شاه پلوي جنرالان بندیان شول او ځینو خو کابل پرېښود.

پر افغانستان جمهوریت حاکم و؛ خو د ولسمشر د بدلېدا کوم ټاکلي نورمونه او اصول نه وو موجود، سیاسي احزابو فعالیت کاوه؛ خو بشپړه سیاسي ازادي یې نه لرله.

د ولسمشر داود خان د کودتا شریک ملګري خفه شول، لومړی ګیلې پیل شوې، بیا تورونو زور واخیست او ورپسې شدید مخالفت پیل شو.

داود خان هم درېغ ونه کړ او د مخالفینو پر ځپلو یې پیل وکړ؛ خو مخالفین نه یوازې دا چې کمزوري نه شول؛ بلکې لا غښتلي او خښمېدلي شول.

پنځه کاله وروسته د پسرلي دویمه میاشت وه؛ په ارګ کې په ساعتونو جګړه روانه وه، یوې ډلې کودتا وکړه او ویې ویل، چې د داود خان استبدادي نظام یې چپه کړ او په افغانستان کې د ګارګرو او بزګرو انقلاب کامیاب شو.

بالاخره کیسه د داودخان او د هغه د کورنۍ پر مرګ تمامه شوه.

۱۳۵۷ لمریز کال:

د خلقي انقلاب پلویانو د خپلې بریا جشن ونمانځه، نور محمد تره کی یې خپل رهبر او د افغانستان ولسمشر اعلان کړ.

دوی ویل؛ موږ خلکو ته کور، کالي او ډوډۍ ورکوو.

نه کارګرو کور پېدا کړ، نه ورته په مړه خېټه ډوډۍ ورسېده او نه خو پر تن درست پټ شول.

د داود خان د کابینې اکثره غړي زندانونو ته ولېږدول شول، داود پلوي پوځي منصب داران له دندو لرې، ځینې ووژل شول او ځینې یې زندان ته ولېږدول شول.

د افغانستان د ټولو اداراتو چارې نسبتاً تنکیو او بې تجربه ځوانانو ته په لاس ورغلې، پوځي رتبې ووېشل شوې او د انقلاب په مخالفینو پسې څار پیل شو.

نور محمد تره کي د انقلابي اصلاحاتو شعار هم ورکړ؛ خو یوازې شعار پاتې شو.

د کور، کالي، ډوډۍ د شعار خاوندانو بیا په خپلو کې سره وخوړل، خپل معظم رهبر “تره کی” یې په هماغه ارګ کې وواژه، په کوم کې چې حفیظ الله امین د ولسمشر نور محمد تره کي د غوره رهبرۍ شعارونه ورکول.

خو له درېیو ورځو ګونګ حالت وروسته اعلان وشو، چې د انقلابي شورا مشر نور محمد تره کی د ورپښې ناروغۍ له امله مړ شو.

۱۳۵۸ لمریز کال (میزان)

دا ځل د قدرت نوبت د نور محمد تره کي یو شاګرد حفیظ الله امین ته ورسېد، د وژل شوي ولسمشر دغه وفادار خو بې وفا شاګرد د خپلې واکمنۍ توغ هسک کړ؛ مګر وخت یې اوږد نه و.

د کور، کالي او ډوډۍ د ډلې یو بل مشر لوبغاړی امین یې په تاج بېګ ماڼۍ کې وواژه.

خو له وژلو وړاندې د تره کي ټول پلویان یا زنداني شول او یا هم بې دندې شول، د کابل د څرخي پله زندان مخ په ډکېدو و.

د هدفي وژنو لړۍ د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو ډېره چټکه شوه، امین خپل سیاسي مخالفین تبعید کړل او خپل وفادار یې حاکمان کړل.

خو ویې نه شول کړی، چې خپله دا واکمني ان تر یوه کاله هم پوره کړي.

۱۳۵۸ لمریز کال (ژمی):

د ژمي سخته یخني وه، چې روسي ټانکونه پر افغانستان ور ننوتل، د حفیظ الله امین پخواني ګوندي ملګري ببرک کارمل له تاجکستان څخه خپله راډیويي وینا وکړه او د روسیې دا وفادار ملګری کارمل د کابل پر تخت کېناست.

اعلان یې وکړ، چې د افغانستان او شوروي دوستي او وروري به دوامداره وي.

پخوانی نېږدې فکري دوست حفیظ الله امین یې ملي خاین اعلان کړ، له غربي بلاک سره یې دښمني اعلان کړه او خپل مخالفین یې اشرار او د غرب لاسپوڅي وبلل.

د مرګونو او ورکېدا لړۍ لا غښتلې شوه، ډله ییزو وژنو زور واخیست او د امین د زندان او وژنو لړۍ یې له خلکو هېره کړه.

کارمل ژمنه وکړه، چې د حکومت مخالفین به ځپي او نېست و نابود کوي به یې؛ خو نه یوازې دا چې نېست و نابود یې نه کړل بلکې لا غښتلي شول او جګړې زور واخیست.

له روسیې سره د کارمل دوستي هم ډېره دوامدراه نه وه، دوستي لومړی په اختلافاتو او بالاخره په دومره نفرت بدله شوه، چې وفادار کارمل ناخلفه او ورپسې یې جلاوطنه کړ.

۱۳۶۵ لمریز کال:

یو ځل بیا د پسرلي دویمه میاشت وه، چې خبره تر ډاکتر نجیب الله ورسېده او هغه د خپلې واکمنۍ اعلان له خپلو نورو ملګرو سره په متفاوت شعار “وطن یا کفن” سره وکړ.

جګړې لا زور واخیست زرګونو ځوانانو د همدغه شعار لاندې کفن واغوست.

حکومت کې داخلي ګډ وډۍ مخ په ډېرېدو وې، کارمل یو ځل بیا د دوستم په ملګرتیا د راتګ یوه ناکامه هڅه وکړه؛ خو بې نتیجې تمامه شوه.

پر نجیب د خپلو پوځیانو د کودتا هڅه هم ناکامه شوه؛ خو کمزوري ورځ تر بلې په زیاتېدو وه؛ ځینو خپل ملګري وپلورل او ځینو جګړه بس کړه.

ولسمشر نجیب پر خپل اعلان کړي شعار یو ځل بیا غور وکړ او اعلان یې وکړ، چې په افغانستان کې یوه سرتاسري سوله راولي، قدرت یې د روان بحران د کنټرول لپاره اخیستی، له خپلې چوکۍ تېر دی خو د سولې یو تضمین باید رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د ګاونډیو او نړۍوالې ټولنې له خوا د سولې خبرې پیل شوې.

بدبختانه نه یوازې دا چې سوله را نه غله؛ ډاکتر نجیب په خپله هم بېواکه شو، له افغانستانه د وتلو یوه ناکامه هڅه یې هم وکړه؛ خو خپل نېږدې دوست جنرال رشید دوستم را وګرځاوه او د ملګرو ملتونو پر دفتر ننوت.

۱۳۷۱ لمریز کال:

یو ځل بیا د پسرلي دویمه میاشت وه؛ یوه بله ډله تر کابله ورسېده، دوی د اسلام په سپینو څادرونو ځانونه پوښلي وو. اعلان یې وکړ، چې کفري او کمونیستي نظام یې په بشپړ ډول ړنګ کړ، شوروي اتحاد ته یې ماته ورکړې او په افغانستان کې به یو اسلامي نظام رامنځته کړي.

دوی له پاکستانه مننه وکړه او ویې ویل، چې د یو ورور هېواد په توګه یې د دوی د جهاد(!) ملاتړ وکړ.

د اسلامي نظام او جهاد په نوم پر افغانستان مسلطې ډلې خپله بې اتفاقي ډېره زر څرګنده کړه، ضبغت الله مجدیدي واکمن شو او ورپسې برهان الدین رباني ته هم د واک پر ګدۍ د ناستې نوبت ورسېد.

اسلام ساتونکو که څه هم په مکه مکرمه کې پر قران شریف سوګند واخیست او ویې ویل، چې سره به یو ځای کیږي؛ خو یو ځای نه شول.

د کابل یوه غونډۍ حکمتیار نیولې وه، پر بلې یې مزاري توپونه او ټانکونه درولي وو، پر بلې یې مسعود ناست و او پر کابل ډزباران روان و، زرګونه انسانان ووژل شول؛ خو اسلامي نظام قایم نه شو.

۱۳۷۵ لمریز کال:

یوې بې ډلې له کندهاره سر را پورته کړ، پخواني یې غلامان، د شر او فساد جرړې وبللې او ویې ویل، چې په افغانستان کې شر او فساد ختموو، یو سرتاسري اسلامي نظام جوړوو، چې پخواني شاه ظاهر شاه ته د راتګ زمینه برابره کړو؛ خو چوکۍ خوږې وې، لا به یې کابل نه و نیولی، چې پر ظاهر شاه یې هم سره کرښه راکش کړه.

یو سهار د کابل په اریانا څلور لاري کې د الله اکبر نارې شوې، یوه ډله په ماشین دارو سمبالو څڼورو په ویاړ وویل؛ کمونېست نجیب مو وواژه او د شر او فساد جرړې حکمتیار، مسعود او رباني وتښتېدل.

په افغانستان کې د مېرمنو پر کار بندیز ولګېد، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د اطاعت نارې پورته شوې.

ملا محمد عمر له کندهاره فرمانونه جاري کړل، په کابل کې یې حکومتي دستګاه کېناسته؛ خو پرېکړې له کندهاره کېدې.

د مسعود، رباني او یو شمېر نورو په مشرۍ یوه ډله د روسیې ته کېناسته او له طالبانو سره یې جګړه پیل کړه، طالبانو بیا د هغوی پر ضد جهاد اعلان کړ او څو کاله جګړه وغځېده.

عربان راغلل، د القاعدې تخم ورکرل شو او بالاخره د اسلامي امارت د دعوه دارو مخالفې ډلې له سي ای اې سره د اړیکو یو تار پېدا کړ.

۱۳۸۰ لمریز کال:

په کابل کې سخت ژمی و؛ خو د کندهار هوا بیا ښه وه. پر اسامه بن لادن ناندرۍ روانې وې، امریکا اسامه وغوښت؛ خو ملا عمر یې له سپارلو ډډه وکړه، دا ځل د امریکا بهانه جوړه او له څلوېښتو هېوادونو سره یو ځای پر افغانستانه ورغله.

د کابل پر اسمان د ۵۲ الوتکو شور شو، څو ساعتونه به لا نه وو تېر چې د اسلامي امارات واکداران او د افغانستان د نجات پرښتې ورکې شوې، داسې لکه بیخي چې وي نه.

لویه برخه طالبان د پښتونخوا په قبایلي سیمې کې مېشت شول.

یو سړی له یوې اوږدې چپنې او قرقل سره راغی.

اعلان وشو، چې حامد کرزی د افغانستان د انتقالي دولت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د پراخ بنسټۍ ویناوې پیل شوې، پخواني د کور کالي او ډوډۍ شعار څښتنان، د اسلامي نظام دعوه داران، قامپالان، د کابل جګړه مار، غربي تېکنوکراتان، ملتپال، ډېموکراټان او لسګونه نورې ډلې په یوه جمهوري قالب کې راټولې شوې؛ خو بنسټیز واک د امریکا له هغو مجاهدو دوستانو سره و، چې د روسیې په مقابلې کې یې د دوی ملاتړ کړی و.

د ټاکنو لومړنۍ او دویمه تجربه هم د حامد کرزي د دوه ځله ولسمشر کېدو په پایله تکرار شوه.

شعار و، چې جمهوریت قایمیږي، ولسواکي بنسټیزه کیږي او له نړۍ سره برابري رامنځته کیږي؛ خو تر شاه کیسه بیله وه.

د ډېموکراسۍ او ولسواکۍ یو شمېر دعوه دارو په خپله په ولسواکۍ باور نه لاره، ځینو ویل له امریکا حیا کوو ګني په دوه ورځو کې ارګ نیسو.

ځینو د امپراتورۍ دعوې کولې، لوی - لوی القاب تقسیم شول؛ خو په افغانستان کې حقیقي ولسواکي حاکمه نه شوه.

ښوونځي پرانیستل شول، مېرمنو کارونه شروع کړل، د بیان یوه نسبي ازادي رامنځته شوه، د بیارغونې خبرونه خپاره شول.

خو هماغو د ولسواکۍ بېخ وویست، چا چې به پر دریځ د جمهوري تفکر ستاینې کولې.

ځینې میلیونران شول، ځینې صاحبان شول او ځینې لا وځپل شول.

یو کوچني اقلیت د ولسواکۍ اکټ کاوه؛ خو هغوی په خپلو کې اوښتي وو، څوک په شهرت میین و او څوک په څوکۍ او بالاخره حقیقي ولسواکي حاکمه نه شوه او د جوړېدو هیلې دومره وځپل شوې، چې دا باور بېرته له رغېدو ووت.

۱۳۹۳ لمریز کال:

د پسرلي لومړۍ میاشت وه؛ خو دا ځل د پخوانیو سره په توپیر واک د ټاکنو له لارې انتقالېده؛ مګر د واک په انتقال لکه د پخوا کړکېچ لا هم موجود و.

یوازینی توپیر دا و، چې پخوا به د مخالفو لورو تر منځ مرمۍ تبادله کېدې؛ خو دا ځل په تلویزونونو کې خشنې څرګندونې او د نه منم سخت الفاظ تبادله کېدل.

لا به پسرلی بشپړ نه و تمام شوی، چې د ملي وحدت په نوم یو مشترک حکومت جوړ شو.

د ارګ په سلام خانۍ کې ډاکتر اشرف غني د بدلون او تداوم په شعار سره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ډاکتر عبدالله عبدالله یې د حکومت د شریک په توګه اجرییه رییس وټاکل شو.

داخلي کړکېچ بیا هم حل نه شو، بدلون راتلو خو د بدلون د تداوم مساله بیا کړکېچنه وه.

جمهوري نظام د پخوا په پرتله لا مخ په زوړ روان و، د نړۍوالې ټولنې علاقه کمه برېښېده، د جمهوري نظام د مخالفې ډلې طالبانو د غښتلتیا تر څنګ یوه بله افراطي ډله د داعش په نوم ایجاد شوې وه او جګړه ښه په درځ روانه وه.

۱۳۹۸ لمریز کال:

یو ځل بیا پسرلي لومړۍ میاشت وه، د واک د سوله ییز انتقال د خبرو تر څنګ له طالبانو سره د سولې خبرې هم روانې وې، د جمهوري دولت ولسمشر اشرف غني ویل، چې ټاکنې د نظام د مشروعیت لپاره کوي او هر کله چې سوله راغله له خپلې څوکۍ تېر دی.

ټاکنې بیا کړکېچنې شوې په پایله کې یې اشرف غني د دولت ساز تر شعار لاندې د افغانستان ولسمشر او د اصلاحات او همګرايي له شعار سره یو ځای ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې علي شورا مشر او د کابینې نیم شریکوال وګڼل شو؛ خو ملي مصالحه ونه شوه.

په همدې دوران کې د مستقلې دفاع شعار هم په افغانستان کې خپور شو؛ خو نه یوازې دا چې مستقله دفاع ونه شوه، بلکې د واک سیمې مخ په کمېدو وې.

د جمهوري نظام شریکان یو په بل پسې د ارګ مخالف شول، ارګ له داخلي کشمکشونو او څوکۍ خوښو هم ډک و؛ ځینو د راتلونکي لپاره د ولسمشرۍ تیارۍ نیولې، ځینو د پاکستان پر ضد متشدد الفاظ هم کارول؛ مګر ماته ګډه وه.

نه د پاکستان مقابله وشوه او نه له جمهوري نظامه مستقله دفاع وشوه، لا منی نه و پیل شوی، چې د داخلي ماتې خپلې مراندې وغځولې.

ځینو پر ځمکه وسله کېښوده، ځینې پاکستان ته ولاړل او ځینو د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل؛ خو په ارګ کې لا هم داسې فضاء حاکمه وه، لکه ټول افغانستان چې لا هم د ارګ په کنټرول کې وي.

پنځلس ورځې پوره نه وې، چې د جمهوري نظام مخالفین تر ارګه را ورسېدل، ولسمشر غني عاجله وکړه او د دې پر ځای چې د داود خان او یا ډاکتر نجیب په څېر یې په وینو ارګ او اریانا څلورلارې ولړل شي په چورلګه کې کېناست او په خپل تګ یې د جمهوري نظام څپرکی وتاړه.

۱۴۰۰ لمریز کال:

د کابل لارې تړلې وې او له ټولو لارو څخه پر موټرسایکل سپاره طالبان پر کابل ننوتل. له هوايي ډګر څخه د شور او زوږ اوازونه پورته کېدل.

وخت نا وخت ډزې هم کېدې؛ خو لا شپه درسته تیاره شوې نه وه، چې د کابل پر واټونو د طالبي ترانو انګازې پورته شوې.

پر کابل ویره خپرې وې، هوايي ډګر له خلکو ډک و، په رسنیو کې راپورونه خپاره شول، چې څو ځوانان په الوتکو پسې ځوړوند وو.

له افغانستانه ډلې – ډلې خلک ووتل، د هوايي ډګر داخلي ساتنه امریکايي ځواکونو کوله او بېرونۍ ساتنه هماغو طالبانو کوله، چې شل کاله یې د امریکا په مخالفت جنګ کاوه.

څو ورځې ګونګ حالت و، یوه ورځ په رسنیو کې راغلل چې یو تور رنګی سړی د کابل په سیرینا هوټل کې چای څښي، له ډېرې خوښۍ یې خوله نه راټولیږي او خپلو نورو ملګرو ته ډاډ ورکوي، چې هر څه به سم شي.

دا د پاکستان د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید و.

له قبضه شوي ارګه خبر خپور شو، چې ملا هبت الله د طالبانو د نظام امیرالمومنین او ملا حسن اخوند د طالبانو د حکومت رییس الوزرا دی.

د سلګونو ځانمرګو بریدګرو پلانوونکی سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب مجاهد د دفاع وزیر ګومارل شوی.

د کابینې له اعلان څلور ساعته وروسته د کابل له هوايي ډګره د پي ای اې یوه الوتکه پورته شوه، جنرال فیض حمید بېرته پاکستان ته لاړ.

پخوانۍ اردو منحل شوه، مېرمنې پر کار بندې شوې، د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې وتړل شوې، د افغانستان درې رنګه بیرغ له ارګه ګوز شو، لسګونه رسنۍ وتړل شوې، د بیان ازادي له منځه لاړه.

د طالبانو پټ مخي مشر لسګونه فرمانونه ورکړل او د افغانستان خلک یې د هغه د فرمان په اطاعت مجبور وبلل.

څو میاشتې لا نه وې تېرې چې د لویې جرګې په تالار کې د سپینو جامو یو څښتن را څرګند شو، د الله اکبر نارې پورته شوې، د جرګې خلکو ته یې شا ور واړوله او ویې ویل:

فتح مو مبارک!

له لنډې مودې تېرېدو وروسته د مخالفت وسله والې جبهې اعلان شوې، سیاسي مخالفین هم په ځانګړو حلقو کې تنظیم شول او د افغانستان کړکېچ یو بل نامعلوم پړاو ته داخل شو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو