د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزارت په يوې اعلاميه کې ویلي، چي د دوی وزير خیرالله خيرخواه د فرهنګونو د یوالي غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته لاړ.
د فرهنګونو د یوالي غونډه د روسيې په کوربتوب د سسپټمبر له ۱۱ تر ۱۴ مې په سنت پيترزبورګ په ښار کې تر سره کيږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سې شنبې په ورځ ويلي، چې خيرالله خيرخوا د روسيې په رسمي بلنه دغې غونډي ته تللی دی.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته مسکو له طالبانو سره نژدې اړيکې پاللي؛ خو دغه ډله یې لا تر اوسه هم په رسميت نه ده پېژندلې.
روسيې افغان طالبانو ته په بېلابيلو ناستو، غونډو او لیدنو کې بلنې ورکړې دي.
تر دې وړاندي د طالبانو د پوهني وزير حبیب الله اغا، د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم په روسيه کې د پوهنې په نړيواله څلور ورځنۍ غونده او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري بیا په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي وو.
روسيه د نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه د يو شمېر غونډو کوربتوب هم مخ ته وړي.
طالب مشرانو هم په خبلو خبرو کې ويلي، چې له روسيې سره ښې اړيکې غواړي.