بي‌بي‌سي: افغان ډیپلوماتانو ته له بریتانیا څخه د وتلو او یاهم د پناه اخیستو سپارښتنه شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

د بي‌بي‌سي انګلیسي برخې په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، افغان دیپلوماتانو ته سپارښتنه شوې چې یا له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

دغه خبرې وروسته له هغه مخې ته راځي، چې په لندن کې د افغانستان سفارت د دغې استازولۍ له تړل کېدو خبر ورکړ.
د بي‌بي‌سي په راپور کې راغلي، په لندن کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې طالبانو یې کارکوونکي له کاره ګوښه کړل.
دغه سفارت وایي، چې سفارت به د روانې سپټمبر میاشتې تر پایه د انګلستان د حکومت په رسمي غوښتنه وتړل شي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي:« د طالبانو له‌خوا د دغه سفارت د کارکوونکو له ګوښه کولو وروسته سفارت تړل کېږي.»
سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، د انګلستان حکومت له افغان ډیپلوماټانو غوښتي چې سفارت وتړي؛ ځکه چې دوی نه غواړي دغه سفارت طالبانو ته وسپاري.
دغه سفارت تر دې مهاله د هغو چارواکو له‌خوا اداره کېده، چې د جمهوریت پر مهال ټاکل شوي وو.
تر دې وړاندې په بريتانيا کې د افغانستان سفير زلمي رسول له خپلو همکارانو په لندن کې د افغانستان له سفارت سره د همکارۍ له امله مننه کړې وه.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي و، چې دغه سفارت به د سپټمبر په ۲۷مې وتړل شي.
له بل پلوه په ناروې کې د افغانستان سفارت هم اعلان کړی، چې دغه سفارت به د سپټمبر په ۱۲مه وتړل شي.
دغه سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کونسلي خدمتونو د باطلېدو لپاره د طالبانو پرېکړې په دې سفارت کې حقوقي ستونزې رامنځته کړې دي.
طالبانو دوه میاشتې مخکې په یو شمېر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان ډېریو سیاسي استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې.

نور خبرونه

رادیو