په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست بي بي سي ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ۷۰۰ ماشومان چې په ورځ کې یې شمېر له درېیو ډېر دی مري.
خوارځواکي او ځینې د مخنیوي وړ ناروغۍ د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي.
د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې که د جلال اباد روغتون د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق نورې مرستې تر لاسه کړې نه وی، د تلفاتو شمېر به تر دې هم زیات و.
د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې د نړۍوالې ټولنې مرستې چې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړل شوې وې د افغانستان نږدې ټول روغتیايي مرکزونه تر پوښښ لاندې راولي.
کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د طالبانو د بنديزونو له امله دغه مرستې بندې شوې او دا کار د افغانستان د روغتيايي سيستم د سقوط لامل شو.
په ورته وخت کې مرستندویه ادارو ګام پورته کړ او هغه څه یې چمتو کړل چې وضعیت ته د لنډمهاله بیړني غبرګون په توګه بیان شوي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بي بي سي ته وویل: «موږ ته د بې وزلۍ او خوارځواکۍ ستونزه په میراث پاتې ده، چې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او د اقلیم د بدلون له امله لا پسې خرابه شوې ده. نړۍواله ټولنه باید بشري مرستې زیاتې کړي او دا باید له سیاسي او داخلي مسالو سره ونه تړل شي.»
د بي بي سي په راپور کې ویل شوي؛ له هرو پنځو ماشومانو څخه چې روغتون ته اړتیا لري یوازې یو ماشوم یې د جلال اباد په روغتون کې تر لاسه کوي.
د جلال اباد روغتون د پنځو نږدې ولایتونو اوسېدونکو ته چې نفوس یې د طالبانو له خوا شاوخوا پنځه میلیونه تنه اټکل شوی خدمات وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال تر پایه له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي او دې کار د جلال اباد پر مرکزي روغتون فشارونه زیات کړي دي.
د ماشومانو لنډ قد
د بي بي سي له خوا د دوشنبې په ورځ په يوه نشر شوي راپور کې «خطرناکو احصایوي شواهدو» ته اشاره شوې: په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ۴۵ سلنه ماشومان له هغو څخه چې باید وي، قد يې لنډ دي.
په دې راپور کې د دوه کلنې روبینا په اړه یادونه شوې، چې لا هم د خپل کم قد له امله نه شي کولای ودریږي.
یونیسف وايي، چې کوچني قد لرونکي کولی شي سخت، نه بدلیدونکي فزیکي او ادراکي زیانونه رامنځته کړي، چې اغیزې یې د ټول عمر دوام کولی شي او حتا په راتلونکی نسل اغیزه کوي.