د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو او سرغړونو له امله وتړل شول.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر دفترونه د رسمي جواز د نه لرلو، د جواز د مودې پای ته رسېدو او د یو لړ سرغړونو له امله وتړل شول.
په خبرپاڼه کې بیا د یادو دفترونو نومونه او د سرغړونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، یاد دفترونه تر هغه وروسته وتړل شول، چې طالبانو له دوو میاشتو راهیسې د خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو د فعالیتونو څارنه کوله.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو نظارتي پلاوي د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې ۳۴ ټولنې چې خیریه بنسټونه او اتحادیې پکې شاملې دي، په کابل ښار کې نظارت او بررسي کړل، چې په پایله کې د یادو ټولنو ۵ دفترونه د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شول.»
یاد وزارت په خپله خبرپاڼه کې له ټولو خیریه بنسټونو او اتحادیو وغوښتل، چې د طالبانو له اصولو سره سم فعالیت وکړي او په وخت سره د خپلو فعالیتونو راپور د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست ته وړاندې کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خلکو د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره سم ډېر شمېر خیریه بنسټونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه پیل کړي دي.
دغه بنسټونو د طالبانو له سختو شرایطو سره - سره د بهرنیو موسسو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو زرګونو زیانمنو ته د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د یادلو ده، چې په افغانستان کې د خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دقیق شمېر روښانه نه دی.