له افغان خبریالانو ملاتړ سازمان:د امربالمعروف قانون د ښځینه خبریالانو پېکه حضور پایته رسوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، که څه هم په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې په پرله پسې توګه د بیان، رسنیو او انساني ازادیو محدودیتونه او بندیزونه راډېرېدل؛ خو په تېرو څو ورځو کې په دې اړه د هیلو وروستي څرکونه هم له منځه ولاړل.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د قانون نافذېدلو او د ښځو د لوړو زده‌کړو په اړه د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو د وزیر په څرګندونو اندېښنه ښودلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې «د استبدادي تحکم په دواړو مواردو کې د رسنیو او رسنیز فعالیت په خپلواکۍ مرګوني ګوزارونه شوي دي.»
دغه سازمان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف په نامه قانون ۱۳مه ماده په رسنیو کې د ښځینه‌‌وو پر حضور د بشپړ بندیز په مانا ده او په دې توګه د ښځې د غږ خپرول هم منعه شوی دی.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دا حکم په ځينو سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پیکه حضور هم پای ته رسوي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د یاد قانون په ۱۷مې ماده کې راغلي، محتسب مسوولیت لري چې د مطبوعاتو او اطلاعاتو مسوولین د مطالبو د خپرولو پرمهال د داسې مطالبو خپرول چې له شریعت او مذهب څخه مخالف نه وي، د مسلمان تحقیر او سپکاوی پکې نه وي شوی، (ساه لرونکي) انځورونه په کې نه ‌وي په رعایتولو مکلف کړي.
همدا راز د دویم بند له مخې، هره نیوکه او انتقاد چې په طالبانو وشي د «مسلمان تحقیر او سپکاوی» ګڼل کېږي.
خبرپاڼه وایي، په درېیم بند کې د ټولو تصویري رسنیو د بشپړ بندېدو حکم شوی، ځکه تلویزیون او انترنیټي پاڼې خو له ساه لرونکو انځورونو پرته بې‌مانا دي.
خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان په شدت سره له نړۍ څخه منزوي کېږي او له دې اړخه په یوې بلې شمالي کوریا بدلېږي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، چې د بیان د ازادۍ او رسنیو د خپلواکۍ په وړاندې دغه تور او ګواښمن محدودیتونه په کلکه غندي.
دغه سازمان د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالو بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ په سازمانونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د دغو ظالمانه بندیزونو په وړاندې خپل غږ اوچت کړي او د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه واخلي.

نور خبرونه

رادیو