طالبانو په زابل کې ۱۲ کسان د «نامشروع اړيکو، د ښځې د تښتونې او قتل» په تور په دورو وهلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

طالبانو په زابل ولایت کې ۱۲ کسان د «ښځې تښتونې، قتل، غلا او نامشروع اړيکو» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وايي، چې تورن کسان ټول نارينه دي او د طالبانو مرافعه محکمې په رياست کې د طالب مسوولینو او د مراجعینو په مخ کې په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۵ مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه کسان د زابل ښاري ابتدایيه محکمې له خوا له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې دغه کسان د سترې محکمې له تایيد وروسته له اتو مياشتو څخه تر شپږو کلنو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په دې کې ۸ کسانو ته د غلا په تور له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورې او له يوه څخه تر شپږو کلنو د بند سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلاميه کې د نورو تورنو کسانو د سزا او بند اړوند لیکل شوي: «یو تن د قتل په تور ۳۹ دورې او درې کاله بند، ۲ تنه د نامشروع اړيکو په تور ۲۰ دورې او ۱۸ مياشتې بند او یو بل کس د ښځې د تښتونې په تور ۳۹ دورې او په يو کال تنفيذي بند محکوم شوی دی.»

طالبانو دوې ورځې وړاندې په کابل کې يو کس د «لواطت په تور» په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلی و.

د دې ترڅنګ طالبانو په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو په تور» ۳۵ دورې وهلې او په دوه کاله بند یې محکومه کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم بدني سزاوې بیا پيل شوې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول سزاګانې د دفاع او عادلانه محاکمې حق ته د درناوي پرته تر سره کيږي، په پلي کولو سره یې انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي او په ټولنه کې وېره رامنځته کوي.

د دوی په خبره؛ د بشري حقونو د نړۍوالو معيارونو له مخې دا ډول سزاګاني ظالمانه او ناانساني دي.

نور خبرونه

رادیو