د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وايي د "امربالمعروف" قانون د انساني وجدان خلاف دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وايي، چې د طالبانو "د امربالمعروف او نهې المنکر قانون" د انساني وجدان خلاف دی.

رزماري ډیکارلو په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د دغه قانون تصویب به نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورتګ مخه ونیسي.

د طالبانو د امرالمعروف قانون چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې د مشر له خوا تصویب شو، په ملي او نړۍواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

د همدغو غبرګونونو په دوام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د یکشنبې په ورځ (د وږي څلورمه) همداراز ویلي: «د امر بامعروف قانون چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اوسنیو چارواکو له خوا تصویب شوی، پر بشري حقونو، ازادۍ او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر محدودیتونه تحمیلوي.»

تېره اوونۍ د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا تصویب شو.

د دغه قانون له تصویب سره، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو سفر منع شوي دي.

دغه قانون هم د ښځو مخ، بدن او غږ د "عورت" په توګه ګڼي او د "غیر محرم" په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.

نور خبرونه

رادیو