طالبانو په ننکرهار کې یو ځوان له ملي بیرغ سره د انځور د خپرولو له امله زنداني کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

په ننګرهار کې یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د حزب الله په نوم ځوان د افغانستان د ازادۍ د نمانځلو او فېسبوک کې له ملي بیرغ سره د انځورونو د خپرولو په جرم نیولی دی.
نوموړی ۶ ورځې مخکې د طالبانو د استخباراتو له احضارولو وروسته نیول شوی او بندي دی.

د نوموړي خپلوانو افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه؛ سره له دې چې تر اوسه طالبانو د نوموړي د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم کورنۍ ته له هغه سره د لیدلو لپاره اجازه ورکړې ده.

حزب الله د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلېزې په مناسبت د خپل کور مخې ته له ملي درې رنګه بیرغ سره انځورونه اخیستي وو او پر فېسبوک یې خپاره کړي وو.
د سرچینې په خبره؛ حزب الله پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللی و؛ خو د وېزې له ختمېدو وروسته د دې هېواد له خوا واېستل شو.
سرچینه زیاتوي؛ حزب الله چې له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ دی، واده یې کړی او دوه ماشومان هم لري.
د نوموړي اوښي ګانو د هغه او د کورنۍ مالي سپانسر یې هم کړی، تر څو کاناډا ته یې ولېږدوي، خو د پاکستان د ویزو د نه تر لاسه کولو له امله تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي.
د حزب الله نږدې خپلوان وایي، چې نوموړی د طالبانو سرسخت مخالف دی او په ځلونو یې په بېلابېلو مجلسونو کې د یادې ډلې پر ضد خبرې هم کړې دي.
د دوی په باور د حزب الله د ویناو په اړه هم طالبانو ته د نامعلومو کسانو له خوا معلومات ورکړل شوي، چې د یادې ډلې استخباراتو نوموړی نیولی دی.
حزب الله په اصل کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ خو ژوند یې په ننګرهار ولایت کې کاوه.
د یادولو ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د حزب الله په ګډون لسګونه کسان د افغانستان د ملي بیرغ د لېږدولو، د ملي سرود د اورېدو او بېلابېلو نورو مسایلو په اړه نیولي او شکنجه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو