د کندهار د والي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، اغلې اوتونبایوا د دغه سفر پر مهال د کندهار له مرستیال والي سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللې ده.
اغلې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له خوا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کندهار له کروندګرو سره د مرستې لپاره هم چمتووالی ښودلی.
روزا اوتونبایوا په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق انقلابي سره د کتنې پر مهال وویل، ملګرو ملتونو تېر کال د بېلابېلو ادارو له لارې په افغانستان کې له ۲۶ میلیونو خلکو سره بشري مرستې کړې دي.
په کندهار کې د طالبانو مرستيال والي هم پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه او د کوکنارو بديل کښت په برخوکې مرستې وکړي.
محمد صادق انقلابي هم په افغانستان کې د «بشپړ امنیت» ادعا وکړه او له روزا اوتونبایوا یې وغوښتل چې سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
کندهار ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې سفر څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړ.
یوناما د دغه قانون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د شنبې په ورځ د وږي درېیمه وویل چې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره وېره کې ساتل به د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اړیکې لا ستونزمنې کړي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د دغه قانون د ځینو مادو په اړه ورته وضاحت ورکړي.