طالبان: په تېر یو کال کې مو یو نیم مېلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو د یو کلنې لاسته راوړنې د تشریح کولو په پروګرام کې وویل، په تېر یو کال کې یې د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې پلې کړي چې له امله یې یو مېلیون ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دغه چارواکو ادعا کوله، چې د ۱۴۹ نورو پروژو چارې هم روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې ۶۶۴ زره نور کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
دغه راز طالب چارواکو ویلي، چې په وروستي یو کال کې یې په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو او چکډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته یې سپارلي دي.
خو لا هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو په تېره بیا په پلازمېنه کابل کې خلک د پاکو اوبو له نشتوالي سر ټکوي او ګڼ کتونکي هره ورځ افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیو ګانې راستوي، چې د اوبو د تر لاسه کولو لپاره خلک په لیکو کې ولاړ وي او ډېرو ته یې اوبه هم نه رسېږي.
دا رنګه د شاه توت او د شاه او عروس د بندونو چارې چې د تېر رژیم پر مهال بشپړېدو ته نږدې شوې وې لا یې هم چارې نه دي بشپړې شوي.
دا هغه پروژې او بندونه دي، چې په جوړېدو سره یې تر ډېره د کابل ښاریانو د اوبو ستونزه هوارېدلای شي.

نور خبرونه

رادیو