په ننګرهار کې د امربالمعروف محتسبانو يو کس د ټيک ټاک د یوې ويډيو پر سر سخت وهلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو د لاکي ګل شينواري په نوم يو ټيک ټاکر تر هغه وروسته سخت وهلی، چې د ټيک ټاک په يوه ويډيو کې یو بل کس ته ښکنځل کوي.

دغه کس د محکمې له امره پرته د طالبانو له خوا وهل ظلم يادوي.

د لاکي ګل شينواري په نوم دغه ټيک ټاک جوړونکي د شنبې په ورځ په يوه ويډيو کې خپل د بدن هغه داغونه او نښي ښکاره کوي، او وايي، چې د طالبانو له لوري سخت وهل شوی.

نوموړی وایي، چې په يوه ويډيو کې یو بل کس ته د ټوکو له مخي ښکنځل کوي او طالبانو د هغه ويډيو تر نشر وروسته سخت وهلی.

هغه په دغه ويډيو کې د طالبانو له لوري وهل غيري قانوني يادوي او زياتوي: «داسي وهل خو یو مسلمان نه کوي، د نظامي محکمې او چارواکو څخه هيله کوم، چې دغو کسانو ته لارښوونې وکړي.»

دغه ټيک ټاک جوړونکی وايي، چې په شينوارو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري سخت ظلمونه روان دي.

«که دغسي ظلم شروع وي، د خدای لپاره موږ له افغانستانه وباسئ.»

په ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دغه کس د وهلو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوي توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰ مه) ويلي وو، چې په تېر کال کې یې تر ۱۳ زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو