د افغانستان د بشري حقونو څارونکی سازمان وايي؛ طالبان مخکې له دې چې افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ سفر باندې بندیز ولګوي د ملګرو ملتونو او د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز له امله پر نړۍوالې ټولنې خپل شرایط منلي و.
دغه سازمان وایي؛ نړۍواله ټولنه پرته له دې چې د طالبانو اقداماتو ته پام وکړي د دغې ډلې پر وړاندې یې د مماشاتو سیاست غوره کړی دی.
د طالبانو له خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د سفر منع کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو څارونکي سازمان په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې افغانستان ته د بېنېټ د سفر منع کول د تمې خلاف نه و او طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په پراخه توګه د بشري حقونو په مخالفت سره ښودلي، چې پر نړۍوالو ژمنو ولاړ نه دي.
یاد سازمان دغه راز زیاته کړې ده، چې د طالبانو د بشري ضد اقداماتو سربیره نړۍوالې ټولنې د دې ډلې پروړاندې غیر مسوولانه تګلاره غوره کړې ده.
د بشري حقونو څارونکي وایي، چې د طالبانو پروړاندې د نړۍوالې ټولنې د مماشاتو سیاستونو پایلې د افغانستان د خلکو او د سیمې د هېوادونو لپاره وحشتناکه دي.