اروپايي ټولنې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر سفر د بندیز لګولو په اړه خواشیني څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
د دې ټولنې د بهرنیو چارو ویاند پیټر سټانو له طالبانو وغوښتل، چې له ریچارډ بېنېټ سره همکاري وکړي او هغه ته دې اجازه ورکړي چې پرته له کوم محدودیت څخه خپل راپور جوړولو او د اسنادو ټولولو ته دوام ورکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وياند د پنجشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکس پاڼې لیکې و، چې افغانستان ته د ريچارډ بېنېټ پر سفر د بنديز له امله ډېر خواشينی شوی دی.
ښاغلي سټانو ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه د ریچارډ بېنېټ د ماموریت او کار بشپړ ملاتړ کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې طالبان باید د افغانستان نړۍوالې ژمنې ومني.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وياند وايي، د یو داسې افغانستان د جوړولو لپاره چې خپله او ګاوندیان یې په سوله کې وي، طالب چارواکو ته پکار ده چې نړۍوالې ژمنې پوره کړي.
طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ریچارډ بېنېټ په راپورونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د بېنېټ راتګ منع دی.
د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ریچارډ بېنېټ وویل، چې هغه به په افغانستان کې «له بشري حقونو څخه د سرغړونو او ځورونې برخو مستند کولو» ته دوام ورکړي او د طالبانو دا اقدام یې یو ګام شا ته تګ او د اندیښنې وړ وباله.