د کورنۍ غړي: طالبانو په ننګرهار کې د ملي اردو يو پخوانی قومندان احمد شاه نیولی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د تېر حکومت د ملي اردو ځواکونو قومندان احمد شاه نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، طالبانو تېره چارشنبه احمد شاه د جلال اباد ښار اوومه حوزه کې نیولی دی.

له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدو پرمهال طالبانو دغه پخواني قومندان ته د بښنې کارت هم ورکړی و.

د تېر حکومت د ملي اردو ځواکونو قومندان جګړن احمد شاه خپلوانو نن د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نونوړی طالبانو د جلال اباد ښار د اوومې حوزې جنګل باغ سیمه کې نیولی دی.

دوی زیاتوی د تېر جمهوریت د پرځېدو وروسته احمد شاه ایران ته کډوال شو خو د څه مودې تېرولو وروسته له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د ارتباط کمېسیون له لارې بېرته افغانستان ستون شوی و.

د احمد شاه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره د طالبانو د کمېسون لخوا ورکړل شوی کارت کاپي هم شریکه کړه.

د کارت په بو برخه کې لیکل شوي دي « ددې کارت لرونکی شخصیت د طالبانو سیاسي کمېسون لخوا هېواد ته راستون شوی دی، د اسلامي امارت د عمومي عفوې له مخې دغه کس د پخواني ملکي او نظامي دندو له مله هېڅ اداره ددې کس د نیولو حق نه لري»

د نیول شوي افسر کورنۍ وايی چې اوس د طالبانو دغه کمېسون د دوی شمېرو ته ځواب نه ورکوي.

د نیول شوي پخواني قومندان احمد شاه کورنۍ وايي چې د نیول کېدو وروسته یې په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي ادارو ته ورغلي خو هغوي یې له نیولو انکار کوي.

کورنۍ یې وايي:« یو ځل دوه اوونۍ وړاندې طالبانو پر کور چاپه ووهله خو احمد شاه کور کې نه و نو بیا دوه ورځې وروسته یې ونیو، مونږ پوهیږو چې طالبانو وړی دی بل چاسره نظامي موټر نه وي.»

احمد شاه چې اصلي د لغمان اوسېدونکی دی خو تېر حکومت کې په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې لوا د پنځم کنډک قومندان په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

په دې وروستو اوونیو کې د تېر حکومت د پخوانیو مامورینو او نظامیانو د نیولو او وژلو راپورونه زیات شوي دي.

دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې له زندان څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر زنداني د جمهوري نظام سرتېرو ویلي، چې په دغه زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

نور خبرونه

رادیو