د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر دیني عالمانو ته په خطاب کې ویلي، چې که له اسلام څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پروړاندې چوپ پاتې شي، دین ته به نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.
رحمت الله نبیل په خپل اېکس کې لیکلي، چې طالبانو له دین څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره په افغانستان کې یو ظالم او فاسد رژیم تحمیل کړی دی.
نوموړی همداراز وايي، چې طالبانو د خپلي واکمنۍ د ټینګښت لپاره دین نه یوه وسیله جوړه کړې ده.
نبیل دیني عالمانو ته په خطاب کې ویلي: «اوس ستاسو تاریخي دنده ده، چې د طالبانو دا دوکه او چل افشا کړئ.»
رحمت الله نبیل زیاتوي، چې طالبان د دین په نامه پراخ فساد خپروي او بنسټیز کوي یې.
له تېرو درېیو کلونو راهیسي طالبانو په دولتي ادارو کې ټولې چارې ملایانو ته سپارلي او ورځ تر بلې مسلکي کسان له دندو شړل کیږي.
نبیل له ریښتینو دیني عالمانو غواړي، چې د اسلام دین د دغو ناوړه ګټه اخیستونکو (طالبانو) څخه وژغوري.
ښاغلي نبیل لیکلي دي:« طالبان به ژر یا وروسته له منځه ولاړ شي، خو که تاسو په دې لار کې چوپ پاتې شئ، کېدای شي دین ته داسې زیان ورسوي چې جبران یې ناشونی وي»
د افغانستان د ملي امنیت دغه پخواني مشر ویلي، چې که ریښتني دیني عالمان د طالبانو په فساد او انحراف باندې چوپتیا غوره کړي، بله ورځ بیا اجازه نه لري چې څوک د دین دښمنۍ په نوم ملامت او سپک کړي.
رحمت الله نبيل په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي، چې د طالبانو ټولې لوړې او ټیټې څوکۍ او ادارې د ملایانو، قاریانو، حافظانو او دیني عالمانو په واک کې دي.
ډیری خلک په دې باور دي، چې په افغانستان کې بې طرفه او د طالبانو پر کړنو نیوکه کوونکي دیني عالمان نه شته.