شنبههای ارغواني غورځنګ د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې وایي، چې طالبان د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د سفر په مخنیوي سره د خپلو جرمونو د پټولو هڅه کوي.
دغه غورځنګ په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د جرمونو په اړه له دوی څخه د حساب ورکولو غوښتنه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل، چې بېنېټ افغانستان ته د سفر حق نه لري.
ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لهخوا د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ګومارل شوی دی.
د طالبانو دغه ګام د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو لهخوا هم په پراخه کچه غندل شوی دی.
د شنبههای ارغواني غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې پرېکړې ته د طالبانو لهخوا د یوې قصدي هڅې په توګه کتل کېږي چې د بشري حقونو روانې سرغړونې له نړۍوالو څېړونکو پټې وساتل شي.
دغه غورځنګ پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د طالبانو پر وړاندې ګام واخلي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې نړۍ نه شي کولای د طالبانو پر دغو ظلمونو سترګې پټې کړي او اجازه ورکړي چې دغه ظلمونه دې دوام ومومي.
دغه غورځنګ غوښتنه کړې، چې طالبان دې پرته له ځنډه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې شي؛ چې دوی ته د خپلو کړو جرمونو سزا ورکړل شي او عدالت پلی شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د پرله پسې ژمنو سره سره، دغې ډلې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې او ازادۍ په سیستماتیک ډول له منځه وړې، چې د پراخه کړاو او ژور بشري ناورین لامل شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ریچارډ بېنېټ د سفر د مخنیوي لپاره وروستی اقدام کېدای شي چې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.