په دغو منظور شویو پروژو کې د طالبانو د بادغیس ولایت د ابګردان بند پاتې چارې، د نغلو بند د توربین رغول، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ښه کول او د بادغیس ولایت په مرکز کې د اوبو شبکې بشړول یاد شوي دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پر دغې ډلې نیوکې کیږي، چې د بې شمېره ستونزو تر څنګ په ټول هیواد کې د برېښنا برچاوي ډیره شوې، انټرنیټي خدمتونه کمزوري او طالبان یوازې په رسنیو کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو خبرې کوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د پنجشنبې په ورځ د (وږي لومړۍ) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونده کې د پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۳۱ پروژې منظور شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په منظورو شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د ابګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا بند د یو توربین رغول، په بېلابیلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایل چمتو کول، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ښه کول، د هیواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدمتونو وړاندې کول، د بادغیس ولایت په مرکز کې د اوبو د یوې شبکې بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې ژمنې شوې وې چې د کابل په ګډون به د ټولو ولایتونو د برېښنا خدمتونه ډیروي او په ټول هیواد کې به د انټرنیټ کیفیت ښه کوي خو ډیری افغانان لا هم د نورو برخو تر څنګ د برېښنا له پرچاوئ او کمزوري انټرنیټي خدمتونو له امله شکایت کوي.
طالبانو پر یادو پروژو د کار د پیل د مودې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي د دغو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.