د داعش دوه افغان ملاتړي په رسمي ډول په سویډن کې د برید په پلانولو تورن شول

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د جرمني فډرالي څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ هغه دوه افغانان چې تېر کال د سویډن پارلمان ته څیرمه د ډزو د پلانولو په تور نیول شوي وو، تورن کړل.
ویل کېږي چې له دغو کسانو څخه یو یې د داعش غړی دی او بل یې د دغې ډلې ملاتړی ګڼل کېږي.

دوی ویلي چې د ابراهیم او رامین په نومونو د دوو تورنو کسانو پلان تېر کال په سویډن او نورو اروپايي هېوادونو کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې جوړ شوی و.
د جرمني څارنوالانو دغه دوه کسان د منځګړو له لارې د داعش خراسان ډلې ته چې په افغانستان او پاکستان کې ده، پیسې لېږدولې.
د جرمني د څارنوالانو په وینا، د ۲۰۲۳ په دوبي کې، داعش-خراسان اصلي شکمن ته امر وکړ چې «په سویډن او نورو اروپايي هیوادونو کې د قران سوځولو په ځواب کې.» په اروپا کې یو برید ترسره کړي
دغو دوو کسانو بیا «پلان درلود چې د سویډن د پارلمان په شاوخوا کې د پولیسو او نورو خلکو د وژلو لپاره له وسلو څخه کار واخلي.»
جرمني کارمنانو وویل چې شکمنو کسانو په «له داعش سره په نږدې همغږۍ کې» د وژونکې دسیسې د ترسره کولو لپاره «ځانګړي» ګامونه اخیستي وو. دوی «د احتمالي جرمي صحنې شاوخوا ساحه انلاین وڅیړله او د وسلو ترلاسه کولو لپاره یې ډیری ناکامې هڅې وکړې.»
دغه شکمن کسان تېر کال د تورینګیا ایالت په ګیرا ښار کې نیول شوي وو او له هغه وخت راهیسې تر محاکمې مخکې په بند کې دي.

نور خبرونه

رادیو