طالبانو په کابل کې د کورنیو تولیداتو لپاره ۴ ورځنی نندارتون پرانیست

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په کابل کې د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې نندارتون کې ۳۱۰ غرفې یا ټپرۍ اېښودل شوې دي.

په خبرپاڼه کې بیا دا نه دي ویل شوي، چې په دې نندارتون کې مېرمنو هم برخه اخیستې او که نه.
د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو او خپلواکۍ په نوم دا نندارتون د افغانستان د نندارتونو په نړیوال مرکز کې پرانیستل شو.
په همدې مناسبت غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ویلي، چې د افغانستان تولیداتو په نړۍ کې خپل ځای پیدا کړی دی او اوسمهال ډېرو هېوادونو ته صادرات کوي.
له دې سره، د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند بیا په دې غونډه کې وویل، چې له سوداګرو د دې ډلې په ملاتړ صادرت زیات او واردات کم شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د دغه نندارتون ګډونوالو د کورنیو تولیداتو په ښه کیفیت ټينګار وکړ او له نورو افغان سوداګرو یې هم وغوښتل چې په کور دننه پانګونه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ورته نندارتونونه وخت ناوخته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په داسې حال کې جوړیږي، چې ډېری سوداګرو د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره کورني او بهرني بازارونه له لاسه ورکړي دي.
که څه هم د طالبانو اداره د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، خو د سیمې هېوادونه بیا له دې ډلې سره ښې سوداګریزې اړیکي لري.
په تېرو درېیو کلونو کې د قزاقستان او ازبکستان په ګډون د سیمې په ځینو هېوادونو کې چې نندارتونونه جوړ شوي، د ښځو په ګډون افغان سوداګرو هم په کې برخه اخیستې ده.

نور خبرونه

رادیو