د ایران په قشم کې څارنوال امید مهدوي مجد وایي، په دغې سیمه کې یې د افغانانو د همغږۍ لپاره نوی مرکز پرانېستی.
ښاغلی مهدوی مجد وايي، د دغه مرکز د پرانیستې موخه دا ده چې له بهرنیو پانګهوالو ملاتړ وشي او د هغو «نا قانونه بهرنیو وګړو » مخنیوی وشي، چې دلته ستونزې جوړوي.
د ځوانو خبریالانو د بنسټ د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، دغه ایراني چارواکي ویلي:« د بهرنیانو په چارو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره د باوري کارځایونو تر منځ د همغږۍ زیاتوالی او د هغو بهرنیو وګړو د حقونو ادا کول چې په قانوني توګه یې په دغه ټاپو کې پانګونه کړې زموږ له سترو موخو څخه دي.»
د ایران دغه قضايي چارواکي دا رنګه ویلي، ټول هغه «بهرنیان» چې غواړي په قشم کې پانګونه وکړي؛ نو په کار دي چې د اوسېدو د قانوني اسنادو د تر لاسه کولو لپاره ځانته وکیل یا کفیل ونیسي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د پانګهوالو په ټولنو کې «ناقانونه بهرني وګړي» ولیدل شي؛ نو هغه بنسټ به سم له واره تړل کېږي.
د ایران د قشم څارنوال امید مهدوی مجدد( چنګاښ په ۲۸مه) هم ویلي و، د هغو ۲۵ افغانانو پلورنځي یې تړلي چې د اوسېدو د رسمي اسنادو پرته یې پلورنځي اجاره کړي و.
امید مهدوی مجد دا هم ویلي، که د قشم اوسېدونکي خپل کورونه داسې افغانانو ته په اجاره ورکوي، دا ناقانونه چاره ده او له هغوی سره به قانوني چلند کېږي.