ننګرهار کې د طالبانو پر رېنجر په چاودنه کې «شپږ ماشومان» ووژل شول

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې نن د طالبانو پر رېنجر چاودنه شوې، چې له امله یې «شپږ ماشومان وژل شوي او څلور طالبان او یو ماشوم ټپي شوی دی.»

د طالبانو شخصي ګروپونو کې درز شوی پیغام ښيي چې د دوی په رېنجر کې د مدرسې طالبان دغې ولسوالۍ ته په چکر روان و، چې چاودنه پرې وشوه.

د طالبانو د پیغامونو له مخې، دا ماشومان نورستان کې د مدرسې شاګردان و او د چکر لپاره دره نور ته د طالبانو رېنجر کې تللي وو.

د دې پیغام له مخې د دوی په موټر په شیمل کلي کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور ماشومان ځای پر ځای او دوه نور له ټپونو وروسته مړه شوي دي.

طالبان وايي، دې پېښه کې د دوی څلور سرتېري او یو ماشوم ټپي شوی دی.

خو له بلې خوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پخواني ماین د چاودنې له امله دې پېښه کې د مدرسې پنځه ماشومان زدکوونکي او یو استاد یې وژل شوي دي.

عبدالبصیر زابلی وايي، د پېښې قربانیان ټول د نورستان ولايت اوسيدونکي او «د مدرسي استادان او شاګردان دي او د دینې زدکړو لپاره دره نور ته روان و.»

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې یو طالب مسوول د بل کس د پوښتنې ځواب کې وايي، «مجاهدین هم پکې دي.»

د دې پېښې رسېدلو انځورونو کې د دوو ماشومانو مړي او څو سړي ښکاري چې درملنه یې کېږي.

لا هم د دې پېښې د څرنګوالي په هکله بې پرې مالومات نشته، خو په افغانستان کې د جنګي ډلو او تېرو ۴۰ کلونو ناخوالو کې تر ډېره قرباني پاړکی ماشومان دي.

افغان ماشومان تر دېره د ناچاودو مرمیو او د وسلوالو ډلو د استفادې ښکار کېږي.

نور خبرونه

رادیو