ملا هبت الله د خپلې ډلې له وسله والو غوښتي چې د خدای شکر وباسي چې د دوی د "پوځ" غړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړ، چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د البدر د ۲۰۵ قول اردو په فراغت غونډه کې ګډون کړی دی.
په راپور کې راغلي؛ هبت الله اخوندزاده د البدر قول اردو ته ویلي: «له خدایه دې شکر ګذاره وي چې د دې ډلې له پوځ سره یو ځای شوي دي.»

د راپور له مخې" د طالبانو مشر د کندهار د ۲۰۵ قول اردو له یوه درې میاشتیني روزنیز پروګرام څخه د دغې ډلې د ۱۴۵۰ تنه جنګیالیو په فراغت غونډه کې برخه اخیستې ده.
د یادولو ده، چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون بیا هېڅ داسې کوم انځور یا ویډيو خپور کړی نه دی، چې په کې د هبت الله اخوندزاده حضور وښيي.
د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنیو په وار - وار د دې ډلې په غونډو کې د هبت الله اخوندزاده د حضور په اړه راپور ورکړی دی؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه د درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه پورې نوموړی په عام محضر او د رسنیو پر وړاندې ظاهر شوی نه دی.
دا مساله د دې لامل شوې، چې د هغه شتون او فعالیتونه په پراخه کچه د ناڅرګندتیا په فضا کې پاتې شي او د هغه د وضعیت په اړه اوازې او قیاسونه ډېر شي.

نور خبرونه

رادیو