د نشهیي توکو دوو لوړپوړو څیړونکو فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلډ په ورلډ پالېټیکس ریویو ویبپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منع کېدو سره سره بیا هم په افغانستان کې یې سوداګري او قاچاق دوام لري او نشهيي توکي د اروپا بازارونو ته رسیږي.
د دې مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې د نشهیي توکو پراخې زېرمې او پرله پسې سوداګري او قاچاق د اروپا بازارونه ګرم ساتلي او دغه بازارونه لا هم د هیروینو له کموالي سره نه دي مخامخ شوي.
فیلیپ ای. بری، په لندن کې د کینګز کالج پوهنتون مېلمه او د نشهیي توکو د چارو لوړپوړي څېړونکي ډیویډ مانسفیلډ په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په «ورلډ پالیټېکس ریویو» ویبپاڼه کې خپره شوه ټینګار وکړ، چې کافي شواهد نه شته چې طالبانو د نشهیي د کښت او قاچاق مخه نیولې وي.
دغو څیړونکو ویلي چې په افغانستان کې دننه د نشهيي توکو پېر او پلور روان دي.
د دغې څېړنې له مخې، د طالبانو له خوا د نشهيي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره سره، د نشهيي توکو بیې نږدې ۵۰ سلنه راټیټې شوې، چې دا په افغانستان کې د نشهيي توکو لویو زېرمو شتون په ګوته کوي.
د نشهیي توکو لوړپوړو څیړونکو لیکلي: «دا چې تر اوسه پورې په اروپا کې د هیروینو د کموالي احساس نه دی شوی، لامل یې دا دی چې د تریاکو زیاته اندازه زېرمې په افغانستان کې ساتل کیږي.»
دوی زیاته کړي: «د سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره څېړنو ښودلې چې د افغانستان په سویل لوېدیځ سیمو کې کروندګرو ښايي تر ۲۰۲۲ کال مخکې شاوخوا ۱۶۵۰۰ مټریک ټنه تریاک زېرمه کړي وي.»
په مقاله کې راغلي چې دوه کاله وړاندې د نشهيي توکو له کښت، تولید او قاچاق څخه د طالبانو د اوږدمهاله عوایدو له امله ګڼو کتونکو د دغه بندیز پر ریښتینولۍ او عملي کېدو شک درلود.
په مقاله کې ویل شوي، چې دوه کاله وروسته نوي شواهد ښيي چې د پرله پسې دویم کال لپاره د طالبانو له خوا پر نشهيي توکو بندیز د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کموالي لامل شوی دی.
په مقاله کې راغلي، له همدې امله ډېرو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې په اروپا کې د هيرويينو له کموالي سره به ښايي د دې تشې د ډکولو لپاره د ډېرو قوي مصنوعي نشهيي توکو د راتګ لامل شي.
په امریکا او کاناډا کې، مصنوعي نشهيي توکي وژونکي دي او یو لوی ناورین یې رامنځته کړی دی.
دغو دوو لوړپوړو څیړونکو ویلي دي: «تر اوسه پورې د اروپا په بازارونو کې د افغانستان په هیروینو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی او ښايي دا کار یو څه وخت ونیسي. خود افغانستان د هیروینو پر لیږد د نږدې څارنې سربیره، اروپایي حکومتونه هڅه کوي چې د مصنوعي نشهیي توکو د واردیدو مخنیوی هم وکړي.»
له لسیزو راهیسې افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و او نږدې ټول هیرویین یې په اروپا کې کارېدل.
په دې مقاله کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د نشهيي توکو د کښت له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۲۱۹ زره ۷۴۴ هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۱ زره ۸۸ هکتارو ته راټيټ شوی دی.
په مقاله کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه چې په ۲۰۲۲ کال کې په کې ۹۲ سلنه کوکنار کرل شوي وو، ښيي چې سږ کال د دغه کښت کچه تر څلور زره هکتاره را کمه شوې ده.
د مقالې لیکوالانو ویلي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې دي.
لیکوالانو اروپا ته د افغانستان د نشهیي توکو د قاچاق په اړه دوه سناریوګانې وړاندې کړې دي: «لومړۍ سناریو دا ده چې طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز ولګوي او په تدریجي ډول د نشهيي توکو پر سوداګرۍ ډیر کنټرول راولي چې په نتیجه کې یې لېږدول کم شوي دي. دا کولی شي اروپا ته د هیروینو لېږد خورا کم کړي.»
فیلیپ ای. بري او ډیویډ مانسفیلډ لیکلي: «دویمه او ډیره احتمالي سناریو دا ده چې طالبان به په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت په مخنیوی کې له ډیرو ستونزو سره مخ شي.»
په مقاله کې راغلي، چې د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ځمکو لويو څښتنانو ګټه پورته کړې او بې ځمکې کروندګر سخت اقتصادي زيانونه سره مخ شوي.
لیکوالا وړاندوینه کړې، چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي، سیاسي بې ثباتي به زیاته شي او د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره به د طالبانو پلان ناکام شي.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشهیي توکو کښت، تولید، قاچاق، سوداګري او کارول منع دي.
طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د نشهیي توکو د بدیل کښت په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.