د افغانستان په څلورو ولایتونو کې په ټرافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

طالب چارواکي وايي، په بغلان، بامیان، سمنګان ولایتونو او د پکتیا ـ لوګر په لویه لاره په ټرافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

یادې ټرافیکي پېښې تېره ورځ او شپه رامنځته شوې دي.

بغلان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت د خجان ولسوالۍ د للمه ای په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه د لنډکروزر او کرولا موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

همدارنګه په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د یاد ولایت په خلمک ولسوالۍ کې د ګړندي تګله امله موټر له سړکه بې واکه شوی او اوښتی چې په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

تېره شپه د ټرافیکي پېښو په دوام په بامیان کې موټر یو باروړونکی موټر له سړکه وتلی او اوښتی چې په دې پيښه کې هم دوه کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتیا ـ لوګر پر لویه لاره د تېرې غاښي په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه ټپیان شوي.

نور خبرونه

رادیو