سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېر حکومت د کندهار د سرحدي قطعې یو سرتېری سيدولي د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه هدفي بريد کې وژل شوی.
وژل شوي سرتيري د کوټې ښار په سورکي سړک کې په ليړۍ کې وريژې پلورلې او خپل عادي ژوند یې کاوه.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې سيدولي د پخواني حکومت پر مهال د کندهار د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندان حاجي لالا سره دنده درلوده او وروسته په سرحدي قطعه کې و.
د کندهار تر سقوط وروسته د کندهار ډېری نظاميان پاکستان او ایران ته ولاړل او ډېری هلته خپل عادي ژوند کوي.
سيدولي د خپلې کورنۍ مشر و او يوه اونۍ وروسته یې واده کاوه.
د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد ولسوالۍ قومندان عبدالرحمان هم تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.
د پخواني افغان پوځ مشرانو پر نظامیانو ږغ کړی، چې په کور دننه او ګاونډيو هېوادونو کې د ځان ساتني تدابير ونیسي.
د دوی په خبره، طالبانو د غچ اخيستلو لړۍ جارې ساتلې.
د پخواني افغان پوځ يو جنرال سمېع سادات څو ورځي وړاندي په بلوچستان کې د یو بل افغان قومندان برات خان باختر د مرموزې وژنې په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې غچ به یې اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.