د طالبانو ستره محکمه وايي، نن یې په کابل کې یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو» په تور ۳۵ دورو وهلې ده.
دغې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه ښځه په دوه کاله تنفیذي بند هم محکومه شوې ده.
د طالبانو محکمې د دغې ښځې د هويت او هغې ته د سزا ورکولو په اړه نور څه نه دي ويلي.
طالبانو ویلي، چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د دغې ډلې د ابتدایه محکمې له خوا د سترې محکمې له تصویب وروسته دغې ښځې ته د سزا حکم صادر او عملي شوی.
طالبانو په دې وروستیو کې په مزارشریف کې یو کس د «الکول او رواني درملو د پلورلو» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی و.
جسمي سزا، سنګسار او اعدام په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته بیا پیل شوي.
نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د جسمي مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې، خو دغې ډلې د خپلې نظريې سره سم د «اسلامي شریعت» پلي کولو ته دوام ورکړی دی.
ملګرو ملتونو پرله پسې ويلي، چې طالبان د خلګو په دورو وهلو سره له قانون او انساني کرامت سرغړاوی کوي.