د پاکستان حکومت وايي، د ایران په یزد کې د موټر د چپه کېدو له امله د دغه هېواد ۳۵ زیارتوال مړه او ۱۵ نور ټپي شوي دي.
تر دې مخکې د ایران چارواکو ویلي و چې په دغه پېښه کې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپي شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
د یزد د بېړنیو چارو ادارې په خبره، موټر بېګا له سړک اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې اور لګېدلی او د زیارتوالو مړینه هم د همدې اور له امله ده.
د پاکستان چارواکي وايي، د موټر برېک کار پرېښودلی او دا پېښه شوې ده.
د دې پېښې ډېری قربانیان د سیند د لړکانا، غوټکي او نورو سیمو دي.
د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښتې ده.
دواړو مشرانو په تهران کې پر خپل سفارت غږ کړی چې د پېښې اغېزمنو ته هر ډول سهولتونه برابر کړي.
په تهران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو وايي، په یزد کې بېړنۍ چارې له نږدې څاري او ټپیانو ته د پوره اسانتیاوو برابرولو ډاډ ور کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د پاکستان حکومت ته یې ډاډ ور کړی چې هر ډول مرستې ته چمتو دي.