د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د مزل راډیو خبریال او دوه تنه نور کسان یې په ننګرهار کې له انسان تښتوونکو څخه ژغورلي دي.
دغه وزارت ویلي، چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ د شیخ مصري بابا له ښارګوټي تښتول شوي وو او په وینا یې په دې تور یې پنځه کسان هم نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې تښتول شوی خبریال او دوه تنه نور یرغمل شوي کسان د پولیسو د ۹۹۹ ځانګړي کنډک د ځواکونو لهخوا له انسان تښتوونکو څخه ژغورل شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو د شپږو ساعتونو عملیاتو وروسته دغه کسان له انسان تښتوونکو څخه ژغورلي او په دې تړاو یې د دوو مېرمنو په ګډون پنځه کسان نیولي هم دي.
طالبان وايي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي څانګو ته وسپاري.
طالبانو د دوو تنو نورو یرغمل شویو او انسان تښتوونکو کسانو په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي.