د کابل اوسېدونکو د اوبو د کمښت شکایت تر ملا کبیر ورساوه او د ژر حل غوښتنه یې وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د کابل ښار د ۱۵ ناحيې مشرانو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه د طالبانو د رییس الوزرا تر سياسي مرستیال ملا کبير پورې رسولې او د ژر حل غوښتنه یې کړې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچې يې کمه او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د طالبانو ارګ نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د رییس الوزرا سیاسي مرستيال ملا کبير د کابل ښار د ۱۵ ناحيې د قصبې سېمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو د کمښت ستونزه به یې ژر حل کړي.

خبرپاڼه کې د ملا کبير له قوله ليکل شوي: «موږ په دې برخه کې اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، ټولو خپلي هڅې پيل کړې دي.»

طالب مشران له ولسي خلکو سره په ورته ليدونو کې په تکرار د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو خلک وايي، چې تر ليدنو وروسته دغه ډله خپلې کړې ژمنې نه تعقيبوي او نه یې هم عملي کوي.

د کابل ښار د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه د پخواني پرځيدلي جمهوري نظام چارواکو د دغه ښار د برېښنا او پاکو اوبو لپاره د شاه عروس بند چارې پيل کړې وې.

د جمهوریت د پرځېدو په درشل کې ویل کېدل چې د دې بند چارې به دوو میاشتو کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله پوره کېږې، چې لا هم د شاه عروس بند نيمګړې چارې نه دي بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، چې د شاه عروس بند په جوړېدو سره به څه باندي ۲ زره کرنيزه ځمکه خړونه او هم به ۱،۲ ميګاواټه برېښنا توليد کړل شي.

دغه بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی، چې د ۹ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

د کابل ښار په ډېر سېمو کې خلګو پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له ژورو څاګانو استفاده کوي، چې دا مهال هغه هم پر وچېدو دي.

طالبانو کابل کې د اوبو ستونزې د حل لپاره له پنجشېر د بند تېرولو خبره هم کړې، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسي له پرله پسې اوچکالۍ سره مخ دی او هر کال د ځمکې لاندې د اوبو کچه خپل ټاکلي هدف ته نده پورته شوې.

نور خبرونه

رادیو