د طالبانو د کندهار والي دفتر نن سې شنبه د کندهار په سپین بولدک کې د ۹۵ ښوونځیو او ۲۱ دیني مدرسو زده کوونکو ته د «امارت پېژندنې » کتاب د وېشلو اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
د طالبانو د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سې شنبه د زمري په ۳۰ مه په کندهار کې د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د "امارت پېژندنې" کتاب د ښوونځيو زده کوونکو ته د ازموينې د اخېستلو په موخه ووېشل شو.
طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د «امارت پېژندنې» ازموینه اخیستې ده.
د طالبانو امارات پېژندنې په کتاب کې د خپلو مشرانو او پېښو په اړه په معلوماتو کې لاسوهنه کړې ده او طالبانو په دې کې د خپلو مشرانو او هېواد کې د شویو پېښو په اړه خپل تبلیغات ځای پر ځای کړي دي.
طالبان د دې کتاب په خپرولوسره هڅه کوي، چې د دې ډلې په اړه د خلکو نظر بدل کړي او په دې اړه معلومات ورکړي.
طالبانو په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د افغانستان د واک له اخیستو راهیسې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي، نجونې یې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې او پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.