طالبانو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له یوه پلاوي سره په کتنه کې له نشه‌یي توکو سره په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز ايراني پلاوي ته وويل چې نشه‌يي توکي يوه سيمه ييزه ستونزه ده او بايد په ګډه یې مخه ونیسو.

د طالبانو تر واک لاندی باختر ژانس د يکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) خبر ورکړ، چې د ايران پلاوي هم په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر یو شپږ کسیز پلاوی د جمعې په ورځ د زمري په ۲۶ مه کابل ته ورسېد.

د ایران د نشه‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مرستیال محمد زارعي د دغه پلاوي مشري کوي.

د ایران له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشر اسکندر مومني وړاندي ویلي و، چې له افغانستان او پاکستان سره د دغه هیواد سرحدي سیمې په نړۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق له اصلي لارو څخه شمېرل کیږي.

هغه زیاته کړه، ایران چې په سیمه کې تر ټولو اوږدې پولې لري، په ځانګړې توګه له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی او د نشه‌یي توکو د قاچاق په اصلي مرکز بدل شوی دی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کښت، تولید، مصرف او خرڅلاو بندیز ولګاوه، خو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق لا هم روان دی.

نور خبرونه

رادیو