حقاني: د امان الله خان د ازادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، چې د امان الله خان د ازادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته او د افغانستان اوسنۍ ازادي ساری نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵ کلیزې سره برابره ده، وکړې.

حقاني په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د خپلواکۍ ګټل او ساتل دواړه سخت کارونه دي، خو د ساتلو مرحله یې تر ټولو ستونزمنه ده.
د ښاغلي حقاني په وینا، دمګړی په افغانستان کې کلتوري او فکري مبارزه روانه ده او که ځوانان د فکري حملې ښکار شي، د دوی ټول ویاړونه او ارزښتونه به له منځه ولاړ شي.
په دې مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو، د دې ډلې د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د استخباراتو مشر برخه اخیستې وه.
بېلابېلو طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې پرته له دې چې د خپلواکۍ په برخه کې د غازي امان الله خان د مهم رول په اړه خبرې وکړي وایي، چې د هېواد د خپلواکۍ په مبارزه کې دیني علماوو او مشایخو لویه ونډه درلوده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر که څه هم د غازي امان الله خان په ګډون د هېچا نوم په خپلو خبرو کې یاد نه کړ، خو وایي چې د افغانستان د خپلواکۍ ویاړ باید تر اشخاصو پورې و نه تړل شي.
امیرخان متقي وایي: «په حقیقت کې ازادي د افغانستان ولس، علماوو او مجاهدینو ترلاسه کړه او افتخار یې هم د ملت او مجاهدینو دی.»
نوموړي د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزې ته چې شاه امان الله خان له انګلیسانو ترلاسه کړی و اشاره وکړه: «ازاد هېوادونه هغه دي چې ازادي یې ترلاسه کړې وي، نه دا چې ورکړل شوې وي.»
اخوا د طالبانو پېژندل شوي غړيی انس حقاني بیا په خپل اېکس کې د همدې ورځې په مناسبت لیکلي، له هغه وخته چې افغانان څو ځلې د دین او ازادۍ پر ننګ ازمویل شوي دي بیا ځلې په ډېرو قربانیو سره راپورته شوي دي.
د نوموړي په خبره: «په حاکمیت کې د قدرت تر شا باید تر قدرته ستر ارمان ولاړ وي، په داسې حالت کې بیا د ملتونو د نېکمرغۍ سبب ګرځي.»
تر دې وړاندې د دغې ډلې غړو د افغانستان د خپلواکۍ اتل امان الله خان ته په ښه سترګه نه دي کتلي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې د نوموړي انځورونه پاک کړي او تراشلي دي.
په افغانستان کې د ۱۳۵۲ کال د سردار محمد داوود تر جمهوریت وړاندې به په ټول افغانستان کې ملي جشنونه (د زمري په ۲۸مه) ترسره کېدل؛ خو واک ته د سردار محمد داوود تر رسېدو وروسته دغه جشنونه (د چنګاښ په ۲۶مه) نېټه لمانځل کېدل، چې بیا د سردار محمد داوود د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته دغه جشنونه (د غويي په ۷مه) د خلق او پرچم د ګوندونو د کودتا په ورځ لمانځل کېدل، چې بیا مجاهدینو دغه لمانځغونډې (د غويي ۸مې) نېټې ته وغځولې.
خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته بیا د جمهوري نظام پر مهال (د زمري ۲۸مه) څه نا څه د پرتمینو غونډو په جوړولو سره نمانځل کېده او یاد به یې تازه کېده.
ددې ترڅنګ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال بیا په افغانستان کې لسګونه اماني نښې، چې د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړې شوې وې، بیا ورغول شوې.

نور خبرونه

رادیو