جرمني په کراچۍ کې خپله قونسلګري د امنیتي دلایلو له کبله وتړله

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جرمني قونسلګرۍ ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې غیر اروپايي وګړو ته خپل خدمتونه ځنډولي دي.
دغه ډیپلوماتیک دفتر وايي، هغه کسان چې ویزې یې لا دمخه صادرې شوې کولای شي د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره دغه دفتر ته ورشي.

په کراچۍ کې د جرمني قونسلګرۍ د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې ولیکل:« د امنیتي اندېښنو له امله به د غیر اروپایانو لپاره قونسلي خدمتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.»
دغه قونسلګرۍ د امنیتي ګواښ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له لورې د کابل تر سقوط وروسته په پاکستان کې د جرمني قونسلګرۍ د پاکستان اتباعو ته د خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ، د افغان کډوالو د لېږدولو او د هغوی د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو پروسه هم ترسره کوله.
خو اوس د دغه هېواد قونسلګرۍ په کراچي کې خپل قونسلي خدمتونه وځنډول.

نور خبرونه

رادیو