د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وایي، چې پاکستان او افغانستان دې د پوځي عملیاتونو پر ځای په خپلو کې راولاړې شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
هغه تر دې وړاندې هم د پاکستان د دفاع وزیر د خبرو په غبرګون کې ویلي و، چې د دغه هېواد په حکومت کې ځینې کړۍ غواړي په افغانستان کې د پوځي خوځښتونو له لارې زموږ سیمه په دوزخ بدله کړي.
هغه دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفير سردار احمد شکېب او په کراچۍ کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري سره په لیدنه کې کړي دي.
د دغه ګوند لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو، د ترهګرۍ پر ختمولو، په سیمه کې د سولې او ټیکاو په رامنځته کولو او نورو مسایلو خبرې وشوې.
ښاغلي رحمان ويلي، چې له افغانستان سره باثباته دوستانه اړيکې غواړي.
هغه زیاته کړې، چې جماعت اسلامي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عادي کولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.
هغه همداراز د سوداګرو د ستونزو په اړه وویل، چې د سیاسي مسلو له امله د سوداګریزو لارو بندول د دواړو هېوادونو په زیان تمامیږي.