په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څلورمه پېښه هم ثبت شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې په سند ایالت کې د پولیو د یوې نوې پېښې د ثبتولو خبر ورکړی.
دا د روان کال په ترڅ کې په پاکستان کې د پولیو څلورمه پېښه ده، چې ثبت کیږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي، چې تر اوسه هم پولیو پکې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د پاکستان ډان خبري اژانس نن د دې هېواد د روغتیا ملي ادارې په حواله لیکلي، چې په سند ایالت کې د ۳۰ میاشتو یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شوی دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ سږ کال د پولیو ټولې څلور پېښې د پولیو د خطرناک ډول (WPV1) پېښې دي
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د پاکستان د بلوچستان، سند، خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو په ۶۶ سیمو کې سبا ته د ماشومانو لپاره د واکسین کمپاین پیل شي.
دا په پاکستان کې سږ کال د واکسین د کمپاین پنځم پړاو دی.
ویل کیږي، چې په دې پړاو کې به ۱۶،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

نور خبرونه

رادیو