اوس چې، د ایران د جمهور رییس ابراهیم رییسي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او نورو ملګرو د مړینې یا وژل کېدلو تراعلان یوازې څو ساعتونه تیریږي، باید صبر وشي، چې د دوی د څرخکې د رالوېدو یا راغورځولکېدو له سپیناوي څه کوچ راوځي؟
څرخکه ولې لوېدلې؟ تخنیکي عارضه؟ خرابه هوا یا یې کوم لاس تر شا دی؟ که لاس یې ترشا دی، د چا او ولې؟
ایران په یوه لانجمنه سیاسي – ستراتيژيکه سیمه کې یوایډیولوژیک - هژمونیک ځواک ګڼل کیږي،
له اسراییل او امریکا سره یې ډغرې دي، په ګڼو سیمهییزو او ان نړیوالو لانجو کې یې نیابتي یا مخامخ حضور لیدلای شئ، په یوکراین کې ښکېل دی، په افغانستان و پاکیستان کې هم. د لبنان له حزب الله و فلسطیني حماس نه رانیوې تر یمني حوثیانو او د سوریې تر بشارالاسد او بیا د لاتینې امریکا تر امریکا ضد لانجو او په افریقا کې د ځینو سیاسي پوځي جوړښتونو تر ملګرتیا پورې هرځای یې پل ښکاري.
دا هېواد په کور دننه هم د ډېرو پېچلیو سیاسي سیالیو، دوښمنیو او مخامختیاوو شاهد دی.
څه برخه ایرانیان د روان مذهبي نظام مخالفان دي، څه نور قومي و مذهبي ربړې لري. د سیستان بلوچستان او نورو سیمو بلوڅان او سُنيمذهبه مخالفان خپلې اورپکې ډلې لري.
د اذربایجان و ارمنستان د لانجو یوه برخه ریښه په ایران کې ده. ایران په عراق کې دومره ښکېل دی، چې هېڅ بل هېواد به له خپل ګاونډي سره دومره اېل و غېل نه وي.
په عراق کې د امریکايي هډو ترڅنګ د ایران پوځي حضور او په سوریه کې د امریکا او روسیې تر منځ د سیالیو په ډګر کې د دغه هېواد لکه غاړه، په عرب سمندرګي او فارس خلیج کې کشالې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې ستراتيژیک پام د دغه هېواد نړیوال جنجالي حضور څرګندوي.
په کور دننه د دغه هېواد د مذهبي مشر ( چې د سیاستونو او واک اصلي مرجع ده) پر ځایناستۍ تاوده بحثونه هم له روستۍ مرګونې پېښې سره مخامخ اړیکي لرلای شي. بهرمیشتي ایرانیان د دغه هېواد پر پېښو اغېز لري، د پهلوي پاچا کورنۍ لا په بهر کې فعال دي او د مجاهدین خلق له ډلې رانیولې تر جیشالعدل و نورو قسم خوړلیو خونړیو ډلو پورې هم هرې پېښې ته په څو ناست دي.
د ایراني سرکار لپاره یوه لویه اندېښنه د سیاسي مشروعیت کمرنګه کېدل هم دي، په روستیو ټاکنو کې د خلکو ګډون سوړ و، مدني و روښانفکرانه غورځنګونه، د ښځو او بشري حقونو د فعالینو پاڅونونه او بیا یې تاوتریخجن ځپل دې ټولو لانجو پر ټاکنو باور ته زیان اړولی دی.
اوس چې جمهور رییس وژل شوی، باید په پنځوسو ورځو کې بیاځلې انتخابات وشي، مهمه پوښتنه دا ده، چې د رئیسې مرګ به په دغو ټاکنو کې د خلکو پر ګډون مثبته که منفي اغېز ولري؟
په کور دننه خلک د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله بېوزلي او ستومانه دي. انقلابي روحیه هم کمزورې کېدونکې ده، خو دا چې راروانې ورځې به څه پېښیږي او د دغې ډراماتیکې پېښې اغېز به پر سیمه او نړیوالو پېښو څه وي؟ د یوشمېر نورو پوښتنو په ځواب پورې اړه لري، چې ښايي سپیناوی به یې څېړنې او زمان وکړي.
دا کومې پوښتنې دي؟
څو ورځې مخکې ایراني لوري ومنله، چې په عمان کې یې له امریکایانو سره (نامخامخ) خبرې کړې دي. دا خبرې څه وې؟
د اسراییل او ایران جنګي مانورونه هماغه وو، چې پېښ شول؟ که نه : دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی؟
ایا امریکا په ایران کې د واک د دستګاه بېخلن بدلول غواړي، که له سیمهییزو او نړیوالو لانجو څخه یوازې د دغه هېواد لاسونه لنډوي؟ او که نه د دغه ظاهراً دوښمن هېواد په مرسته اوبه لا پسې خړوي او له روسيې و چین سره د ډغرو ماهیان په کې نیسي؟
په افغانستان کې د واکمنې ډلې هغه پخوانی خوږ لحن چې د ایران په اړه یې درلود اوس پیکه شوی دی، د واکمنې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په رمز و اشاره و کنایه کې د درېیو هېوادونو یادونه وکړه، چې د داعش ملاتړ کوي، یو هېواد ورته لاره ورکوي، هغه د هېڅ هېواد نوم وانه خیست، خو یو شمېر مبصرینو په یادو هېوادونو کې یو ایران وګاڼه.
ایران له افغانستان سره پر ټوله پوله د دیوال جوړولو چاره پیل کړې ده، دا پر کابل واکمنو ته ښه خبر نه دی. د ایران پخواني خارجه وزیر جواد ظریف هم له ځینو هغه مرموزو اړیکو پرده پورته کړه، چې پرافغانستان د واکمنې ډلې په اړه یې د ایران راتلونکي ته اندېښنې څرګندولې.
ایران و روسیې په ښکاره څرګنده کړې وه، چې دوی پر افغانستان له واکمنې ډلې سره کومه ایډیولوژیکه یا سیاسي خیښي نه لري، یوازې له دوی سره تعامل د دې لپاره کوي، چې له دیفکتو افغانستان څخه ورانکارې ډلې د دوی د امنیت په ضد ونه کارول شي.ایران و روسیه په دوو کې حیران وو، چې د واکمنې ډلې پخوانی امریکا ضد جګړه ریښتینې وه؟ که د دوحې تړون له مخې یې اوسنۍ یارانه ریښتینې ده؟
که د دوحې تړون او د هغو د پټو ضمایمو، اونیزو څلویښت میلون ډالري کڅوړو یارانه ریښتیا وي، بیا خو دغو دواړو هېوادونو ته له دوی څخه ورپېښېدونکی ګواښ هم ریښتینی دی. په دې اړه جدي پوښتنو د ایران، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو هغه تودې منډې و غورځې پرځې کرختې و سړې کړې، چې د « سیمه ییز مقاومت ډلې» د جوړولو په نامه یې راپیل کړې وې.
د دغه مقاومت یو مخکښ ایران و، خو له څو میاشتو راروسته یې دغه اصطلاح هېره کړې ده.
داسې ګونګوسې هم شته، چې د افغانستان په اړه د ایران و روسیې یو پر بل باور هم وروست شوی دی.د سیمه ییز مقاومت د جوړولو د نوښت غړیو هېوادونو ولیدل، چې د عراق و سوریې داعش په افغانستان کې له فعال داعش او په پاکیستان کې له راټولېدونکي داعش سره د اهدافو له مخې توپیرونه لري، خو مرموزه او ورکه سرچینه یې یوه ښکاري.
له پاکیستان سره هم د ایران اړیکي د مینې و کرکې Hate & Love اړیکي دي. پاکیستان د خپلو هغو شیعه وګړیو په اړه کوټليو اقداماتو ته مټې رانغښتي، چې ایران یې د زینبیونو په ټولي کې په عراق و سوریه کې جنګوي.
ایران دا هم پسې کنجوغه کړې ده، چې له پاکیستان سره به هم پرخپله پوله دیوال نېغ کړي.
امریکا هیندوستان ته ګوته څنډلې وه، چې له ایران سره د چابهار په برخه کې انډیوالي به ورته ښه پرېنوځي.
بله کیسه دا ده، چې ایران اټومي وسلې ته له بشپړې لاسرسۍ یو ګام لرې دی. د وژل شوي رئیسې په دوران کې د ایران پر اټومي پروګرام د خبرو لړۍ وشلېده، ایران غوښتل برجام ته ورستون شي، خو نړیوال لوري، په تېره اروپایانو غوښتل نوی تړون له نویو شرایطو سره پرې ومني، دا کیسه ګونګه پاتې شوه، له اسراییل سره د لاس و ګریوان کېدو په ورځو شپو کې دا ګنګوسه توده وه، چې ایران ښايي اتومي وسله جوړه کړي.
یوځل له اسراییل سره د ایران مخامختیا ډېرې نازکې شېبې ته ورسېده، اسرائیلو غوښتل چې له ایران سره په سرجنګولو خپله برخلیک ټاکونکې او روستۍ جګړه پیل کړي، خو نه امریکا دې شخړې ته زړه ښه کړ او نه ایران وار وپار خطا کړ، د یوه مدیریت شوي او مهندسي شوي احتیاط له مخې له دې لانجې د پښې ایستلو مانور ښايي امریکا هم د ایران نوي دریځ ته متوجه کړې وي.
هغه څه چې د دومره پېچلو، ګډو وډو او څو پوړیزه سیاسي، پوځي او استخباراتي وضعیت تر شاه څرګندیږي، دا دي چې په سیاستونو کې د جدي بدلونونو او شاته کېدلو لپاره یوې لویې سیاسي پېښې ته اړتیا وي.
د جمهور رییس او بهرنیو چارو د وزیر وژل کېدل دغسې یوه پېښه کېدلای شي، چې د عطف د ټکي په توګه یې له امله د شاګرځ بولۍ ورکړل شي او په همدې پلمه هم ایران او هم امریکا له خپلو سرټمبګیو په شا شي.
په منفي جهت کې دا پېښه سرچپه پایلې هم لرلای شي، چې ښايي پایلې به یې سیمې او نړۍ ته ترخې وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.