د "دوبۍ راز" پروژه؛ په عرب اماراتو کې د پخوانیو افغان چارواکو د ملیونونو ډالرو ملکیتونه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

یو تحقیقي بنسټ په دوبۍ کې د بېلابېلو هېوادونو د سلګونو اوسنیو او پخوانیو چارواکو او دولتي بنسټونو د شتمنیو لېست خپور کړی دی.

په دغه لېست کې چې د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، د افغانستان د لسو کسانو نومونه لیدل کېږي، چې ډېری یې پخواني دولتي چارواکي او یا هم د هغوی خپلوان دي.

دا موندنې د سازمان شوي جرمونو او د فساد راپور ورکولو پروژې له خوا خپرې شوي، چې مرکزي دفتر یې د متحده ایالاتونو په پلازمینه کې دی او د (OCCRP) د ځینو امریکایي بنسټونو څخه بودیجه ترلاسه کوي.

په دغه لېست کې له یوه کس پرته ۹ نور کسان پخواني چارواکي او یا هم له پخوانیو چارواکو سره تړاو لري.

دغه راز له یوه کس (سید اسماعیل امیري) پرته په دغه لېست کې له ۹ نورو افغانانو څخه یو هم د دې ادارې له خوا مجرم نه دی پېژندل شوی، چې دغه راپور یې چمتو کړی او دا هم نه ده څرګنده چې په دوبۍ کې دوی دا ملکیتونه څنګه او له کومې لارې اخیستي دي.

د مارشال فهیم د ورور کورنۍ: ۸.۸میلیونه ډالره

د دغه راپور له مخې؛ حصین فهیم او کورنۍ یې د دوبۍ په یوه سیمه کې د ۸میلیونه ۵۱۳زره ډالرو په ارزښت یوه بنګله لري. حصین فهیم د کابل بانک ونډه لرونکی او د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال مارشال فهیم ورور دی. د دغه راپور له مخې نوموړی په دوبۍ کې د ۲۹۲زره ډالرو په ارزښت یو دفتر هم لري. راپور د ثریا فهیم په نوم د یوې میرمنې یادونه هم کړې چې بنګله کې یې شریکه ده.

ادیب فهیم د مارشال فهیم زوی: ۳.۵میلیونه ډالره

ادیب فهیم

په دې راپور کې د مارشال فهیم د کورنۍ د بل غړي نوم ادیب فهیم دی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال زوی دی. په دغه راپور کې راغلي چې یوه ویلا د یو میلیون او ۴۰۰زرو ډاارو په ارزښت او درې اپارتمانونه، چې ټولټال ۲میلیون او ۱۴۳زره ډالره کیږي، د ادیب فهیم په نوم دي.

ښاغلی فهیم د ملي امنیت ریاست لومړی مرستیال و، چې ۱۳۹۸کې یې استعفاء وکړه.

احمدولي مسعود: ۱.۸میلیونه ډالره

احمد ولي مسعود

د احمدشاه مسعود د ورور احمدولي مسعود نوم د هم په دې لېست کې راغلی چې د یو میلیون او ۸۵۳میلیون ډالرو په ارزښت یو اپارتمان په دبۍ کې لري.

په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته ښاغلی مسعود په لندن کې د افغانستان سفیر شو او تر ۲۰۰۶کال پورې په دې دنده کې و.

امیرزی سنګین: ۷۸۰زره ډالره

د دغه راپور له مخې؛ د حامد کرزي د حکومت د مخابراتو د وزیر امیرزي سنګین په نوم دوه اپارتمانونه چې ټولټال ارزښت یې ۷۸۰زره ډالره کېږي (هر یو یې ۳۹۰زره ډالره) ثبت شوي دي. ښاغلي سنګین د دې راپور جوړونکو ته ویلي چې دا اپارتمانونه یې په ۲۰۱۶-۲۰۱۸کلونو کې له خپلو سپما څخه اخیستي دي. دغه پخواني وزیر دا هم ویلي، چې د افغانستان په کابینه کې له شاملیدو مخکې یې په لوړو معاشونو دندې ترسره کړي دي.

اسدالله خالد: ۵.۵میلیونه ډالره

اسد الله خالد

د اداري فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو د پروژې په راپور کې د دوبۍ په لومړۍ ناحیه کې د ۵میلیون او ۴۹۲زره ډالرو په ارزښت د یوه اپارتمان یادونه شوې،چې پخوا د ملي امنیت د پخواني رییس او د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر اسدالله خالد ملکیت و. ښاغلي خالد د دغه اپارتمان په اړه د دې راپور د جوړونکو اړیکو ته ځواب نه دی ورکړی.

عتیق الله بریالی: ۷۳۱زره ډالره

په دې راپور کې د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني مرستیال عتیق الله بریالي نوم هم راغلی دی.د اداري فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د موندنو له مخې ښاغلی بریالی چې په بریتانیا کې ژوند کوي، په دوبۍ کې د ۷۳۱زره ډالرو په ارزښت یو اپارتمان په خپل نوم لري.

کمال الدین نبي زاده: ۲۵۸زره ډالره

د دغه راپور له مخې، د کمال الدین نبي زاده په نوم یو افغان سوداګر چې دوه کاله وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو له خوا د قدس ځواکونو لپاره د پیسو په سپینولو او د روسیې له استخباراتی چارواکو سره د همکارۍ په تور بندیز ولګاوه، اوس په دوبۍ کې د ۲۵۸زره ډالرو په ارزښت یو اپارتمان لري.

میر رحمان او اجمل رحماني: له ۵میلیون ډالرو زیات

میر رحماني او زوی یې اجمل رحماني

د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشاو د هغه د زوی نومونه په دغه راپور کې د نورو هغو افغانانو په پرتله چې په دوبۍ کې یې شتمنۍ او جایدادونه د اداري فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې له خوا ترلاسه شوي، لوړ دي.

په دغه راپور کې د لسو افغانانو په نومونو شامل دي د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني نومونه له یوې بنګلې، دوه اپارتمانونو او یو دفتر سره، چې ټولټال ارزښت یې له ۵میلیونو ډالرو ډېر دی، راغلي.

د اداري فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د خپل راپور په یوه بله برخه کې لیکلي، چې رحماني په دوبۍ کې د څه باندې ۱۵میلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي دي. په دې ملکیتونو کې بنګله، څو اپارتمانونه او څو پوړیزه ودانۍ شاملې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دغو دوو کسانو د «پراخ مالي فساد» تور لګولی او تحریم کړي یې دي. میر رحمان او اجمل رحماني دغه تورونه رد کړي دي.

راشد پوپل، د کرزي د تره زوی: ۳.۸میلیونه ډالره

د حامد کرزي د تره زامن، ښي اړخ ته راشد پوپل او احمد راتب پوپل

د دغه راپور د لیکوالانو په وینا، په دوبۍ کې د څه باندې ۳میلیونه او ۸۲۴زره ډالرو په ارزښت یو ګران بیه اپارتمان د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی راشد پوپل په نوم ثبت شوی دی.

د دغه راپور له مخې، راشد پوپل او د هغه ورور راتب په افغانستان کې د امنیتي مدیریت یو شرکت درلود. راتب پوپل لس کاله وړاندې په امریکا کې د هیروینو د قاچاق په جرم زنداني شوی و.

دغه دوه کسان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت د خوندي کولو لپاره طالبانو، نورو وسله والو ډلو او افغان امنیتي ځواکونو ته د رشوت په ورکولو تورن شوي دي.

تر اوسه په دغه لېست کې ټول کسان د افغان حکومت پخواني چارواکي او یا د هغوی خپلوان وو. د "دوبۍ راز" په راپور کې د دغو کسانو څخه هېڅوک د مجرمینو یا شکمنو په توګه ندي لېست شوي.

سید اسماعیل امیري: ۱.۶میلیونه ډالره

سید اسماعیل امیري

د دې راپور له مخې سید اسماعیل امیري یوازینی کس دی چې حکومتي چارواکو له ډلې نه دی او همدا راز دپه دې لېست کې یوازېنی «مجرم» هم دی. امیري د هرات ولایت څخه دی او په کالیفرنیا کې ژوند کوي، چې د یوه میلیون او ۶۳۲زره ډالرو په ارزښت دبۍ کې یو اپارتمان لري.

نوموړی له افغان حکومت سره د ۱۰۰میلیونو ډالرو د اختلاس په جرم په امریکا کې په ۱۵میاشتې بند محکوم شو او دغه سزا یې تېره کړه.

نور خبرونه

رادیو