عزت الله ځواب زه له ډېرې مودې راهیسې پېژنو، سرشاره شاعر دی او تل په خپله نړۍ کې غرق وي.
هغه په روان دور نیوکه خپل حق ګڼي او په شاعرانه او طنازانه انداز خپله نیوکه بیانوي.
مګر د اختناق په روان دور کې طالبانو پر فرهنګیانو او حتا شاعرانو هم دومره فشار راوستی، چې د خپل زړه غږ په شعر نه شي بیانولی، چې ښه بېلګه یې ځواب دی.
د جمهوریت په وخت کې یې هم په لیکنو کې سرشاري کوله او داسې شعرونه به یې لیکل، چې د ځوانانو احساسات به یې د حکومت او په خاصه توګه د سیمه ییزو چارواکو په وړاندې راپارول او ډېر وخت به یې شعرونه د طالبانو په ګټه و.
خو د جمهوریت ښکلا په همدې کې وه، چې هر څوک خپل خیال څرګند کړي، هر چاته د انسان په سترګه وکتل شي، د بیان د ازادۍ سانسور نه وي، انساني حرمت وساتل شي، یو بل وزغمل شي او چارواکي خپلو تېروتنو ته متوجه کړي.
کله چې زه ننګرهار کې والي شوم نو عزت الله ځواب د مطبعې امر و.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کافي ستونزې درلودې او د مطبعې وضعیت او په ځانګړې توګه د ودانې وضعیت یې ښه نه و.
والي سمدستي داسې بودیجه نه درلوده، چې ودانۍ جوړه کړي او تر مطبعې بیا نور ډېر لومړیتونه وو، چې مونږ باید په هغې تمرکز کړی وای.
په مطبعه کې به چې دوی څه چاپول، هغه به د بازار له نرخ څخه ډېر قیمته وو او کیفیت به یې هم ښه نه و.
په دې توګه ادارو او هم نورو کسانو نه غوښتل، چې په دولتي مطبعې اخبار، مجله او یا کتابونه چاپ کړي او په زور مو هم چا ته ویلی نشو، چې حتما خپل ټول مواد په دولتي مطبعه کې چاپ کړي.
ځواب به تل د مطبعې انځورونه خپرول او که ودانۍ هم رانړېده مسوولیت به یې د ولایت په غاړه اچوله.
ما به ورته وېل؛ ته خو مسوول یې باید داسې پلان جوړ کړې چې دا مطبعه څنګه په پښو ودریږي او له مارکېټ سره سیالي وکړای شي.
خفه کیږو به نه، اکثره استادان، لیکوالان او شاعران ښه مدیران نه وي او چې اجراییوي پوست ورته ورکړل شي، هغه مدیریت کولی نه شي.
ځواب چې د ولایت په چوکاټ کې ماموریت درلود، پر ما یې څه ځلې منفي لیکنې وکړې؛ نو ما ورته په ځواب کې یو پوست وکړ چې ځواب په ځواب نه ارزي.
ټول متن زما د لیکنې او د ځواب د بحث را نه هیر دی خو عنوان مې په یاد دی.
ځواب چې هر څومره کلکې نیوکې او شعرونه د چارواکو او ولایت پسې مخامخ او هم په مجلسونو کې کولې، چا نه بندي کړ او نه یې کورنۍ وځوروله، ان له دندې نه یې هم لېرې نه کړ.
مونږ پوهېدو چې ځواب د حکومت په ضد مسلحانه اقدام نه کوي او نه یې اراده لري، نو له ځواب څخه وېره هم نه وه.
راغلو نیوکو او ازادو شعرونو ته، هغه د ځواب په طبیعت کې دی او دا یې حق دی، که څه هم یوه دولتي مامور ته په کار نه ده، چې هغه نظام وغندي چې دی یې مامور دی، خو د جمهوریت سینه همدومره لویه وه.
ځواب او نورو زیاتو کسانو به پر ما ډېرې نیوکې کولې، خو ما به هم د دوی ځوابونه ویل او هیڅکله مې دا اراده نه درلوده او نه مې غوښتل، چې څوک دې یوازې د نیوکو له امله ونیول شي.
دا چې طالبانو دا سرشاره شاعر نیولی او له هغه وېره لري، دا د طالبانو د ضعف انتها ده.
طالبان به د چا او چا په خوله برغولي ږدي او خلک به منع کوي، چې له دوی څخه کرکه او نفرت پیدا نه کړي.
که ځواب بندي کړي او په خوله یې برغولي کېږدي، خو د میلیونونو افغانانو په خوله برغولي نه شي اېښودلی.
د ثور له کودتا وروسته د بي بي سي راډیو اورېدل هم جرم و.
هغه وخت نه دومره ټلویزونونه او راډیوګانې وې، نه ټولنیزې شبکې او ټلیفونه او کمرې وې، خو د خلکو اواز یې ټپ نشو کړلی.
په یویشتمه پیړۍ کې چې د معلوماتو نړۍ ده، دا د طالبانو لپاره به خیال او محال وي، چې د ځواب غوندې د افغانانو اواز بند کړي.
ښه به دا وي، چې ځواب هر څه ژر راخوشې کړي او پریږدي چې دا ازاد خیاله شاعر په ازاده فضا کې د شعر په ژبه خپلې کوترې والوځوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.