د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست یو مسوول وايي، د دغه ولایت په احمد شاه بابا هوايي ډګر کې د دوی سرحدي ځواکونو له بهرنیانو سره ۶ تاریخي اثار ونیول.
عبدالشکور څپاند وايي، دا اثار تر سلو کلونو لرغوني دي او بهر ته قاچاق کېدل.
ښاغلی څپاند دا نه وايي چې دا کسان د کوم هېواد و او څه ور سره وشول.
نوموړی په یوه اعلامیه کې زیاتوي: « په دې تاريخي اثارو کې د اوبو جیک، ساپي، چاقو، کټو، مډال او مسي ګډوه شامله ده، چې خارج ته انتقالېدل.»
د نوموړي په خبره، طالبانو دغه نيول شوي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې ته وسپارل.
طالبانو تر دې مخکې په سپین بولدک او تورخم کې هم پاکستان ته د قاچاق کېدونکو تثاریخي اثارو د نیولو خبره کړې ده.
د تېرو جګړو پرمهال د افغانستان ډېر مهم تاریخي اثار لوټ شوي او له هېواده بهر لېږدول شوي دي او ځني تاريخي مېني د زورواکو له لوري غصب شوې هم دي.