زده کوونکې نجلۍ: 'ولې ټول خلک پرمختګ کوي، پرته له موږ افغانو پېغلو چې شاتګ ته اړ وتې یو؟'

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

په افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پای ته رسېدو سره هم مهاله، زرګونه هغه نجونې چې له شپږم ټولګي فارغې شوې، د لوړو زده‌کړو او پورته ټولګیو ته د تګ په اړه نهیلې شوې دي.

یو شمېر دغو نجونو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغوی د 'فارغېدو ورځ د دوی له پاره د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ترخه ورځ' ده.

د دغو زده‌کوونکو نجونو له ډلې ځینو یې 'د زده‌کړو په برخه کې د نجونو ملاتړ' تر نارې لاندې له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو له‌خوا د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د تېرو څه د پاسه دوو کالو په ترڅ کې سلګونه زره زده‌کوونکې نجونې له زده‌کړو پاتې دي.
د چکامې په نوم یوه زده‌کوونکې وايي:« د ښوونځي په وروستۍ ورځ مې ګومان کاوه، چې ټوله نړۍ زما پر مخ وتړل شوه، ویل مې که وخت تم شي او همدغلته اېسار پاتې شي.»

هغه له خپلې تیاره راتلونکې څخه په وېره کې ده او داسې ګڼي چې له ټولې نړۍ شا ته پاتې شوې.

هغه وايي: «ولې ټول خلک پرمختګ کوي او یوازې موږ افغانې نجونې شا ته پاتې کېږو؟»
فایزه یوه بله نجلۍ ده، چې د هرات ولایت د ګوهرشاد په ښوونځي کې یې تر شپږم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې، وايي هغه نهیلي یې چې نن ولیده په ټول ژوند کې به یې له یاده و نه وځي.
هغې ښوونځي ته د خپل وروستي ورتګ په اړه وویل: «کله چې له ښوونځي راوتلم یو طالب سرتېري د ښوونځي په دروازه کې را ته وویل، نورې زده‌کړې پای ته ورسېدې تاسې نورې ښوونځي ته نه شئ راتللای.»
د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکې اسما افغانستان انټرنشنل ته وویل، نه یې غوښتل چې شپږم ټولګی بشپړ کړي، ځکه چې د هرې ورځې په تېریدو سره یې په کور ناستی رانږدې کېده، دا هغه څه و چې منل یې هغې ته ګران و.
هغې وویل:«موږ هیله لرله، چې د سږني ښوونیز کال تر پایه به طالبان ښوونځي بېرته پرانیزي؛ خو دغه هیله مو پوره نه شوه او دغه کال هم تېر شو .»
په تېرو دوو کالو کې طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې د نړۍوالو غوښتنې نه دي منلي.
طالب چارواکو ویلي، لا تر اوسه د نجونو او مېرمنو له پاره د ښوونځیو او پوهنتونونو له پاره وړ شرایط نه دي برابر او د هغوی د بېرته ستنېدو له پاره یې هم نېټه نه ده ټاکلې.

نور خبرونه

رادیو