په سمنګان ولایت کې د ۵۰۰ مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو په موخه یوې مرستندویه ټولنې مرسته کړې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د مېرمنو سره د مرستې او د هغوی پر ځان بسیاینې په موخه د سمنګانو ولایت پر ۵۰۰ مېرمنو د تازه سبو تخمونه او اړوند کاري توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د سمنګانو ولایت د خلم ولسوالۍ له اړمنو مېرمنو سره شوې، چې په خپلو کورونو کې د سبو او ترکاریو په کرلو سره پر ځان بسیا شي.

په سمنګانو ولایت کې د اکشن اېډ اداره وايي، دوی دغه مېرمنې هڅولې چې په خپلو کورونو کې د وړو باغچو په جوړولو سره داسې سابه وکري، چې په بازارونو کې ورته اړتیا لیدل کېږي او ګټه یې هم زیاته وي.
دغه اداره وايي، پر هرې مېرمنې یې د اته ډوله شنو سبو تخمونه وېشلي او څلور ډوله داسې کاري وسایل یې هم د هغوی په واک کې ورکړي، چې وتوانېږي له خپلو باغچو څخه پرې زیات حاصلات تر لاسه کړي.
اکشن اېډ وايي په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د دغه ولایت مېرمنو ته د کالي ګنډلو او خامک دوزۍ لنډمهاله کورسونه جوړ کړي.
سمنګانۍ مېرمنې هم له دغه کاره راضي دي او وايي، له هغه مهاله چې طالبانو پر دوی د زده‌کړو او کار کولو بندیزونه لګولي، د دغه شان بوختیاوو پر مټ به له یوې خوا کاري فرضتونه ورته برابر شي او له بله پلوه به د دوی د کمزورې اقتصادي ستنې پیاوړې شي.

نور خبرونه

رادیو